د درس او تدریس څو غوره لارې!

لیکوال: نور احمد شاکر

د درس او تدریس ډیرې لارې چارې شتون لري؛ البته په دلته په دغه مطلب کې په څو داسې لاروـ چارو غور شوی، چې زیاتره ﺗﺪﺭﯾﺴﻮﻭﻧﮑﻮﻱ ور څخه په اسانه ﺍﺳﺘﻔﺎﺩﻩ ﮐﻮلای شي او د ﺍﺳﺘﺎﺩﺍﻧﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ډیرې ګټورې تمامیدای شي:

 

۱ــ ژمنتیا

استاد باید دې ته ژمن واوسي چې دی د ځوﺍﻧﺎﻧﻮ ﯾﺎ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ په ﺭﻭﺯﻭﻟﻮ کې ښه رول ادا کړای شي او دې ته ژمن پاتې شيﭼﯥ ﭘﻪ سم ډﻭﻝ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻲ ﺭﻭﺯﻱ، خو دا چې ژمنتابه اوسیدل ﯾﻮ ﺩﺭﻭﻧﺪ ﻣﺴﻮﻭﻟﯿﺖ ﻫﻢ ﺩﯼ باید چې ښوونکي پکې د نغیړۍ ښکار نشي، ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ بنیاد ﻫﻐﻮﯼ ﭼﯥ ﻧﻮﻱ ﺗﺪﺭﯾﺲ ﺗﻪ راځي، ﺑﺎﯾﺪ اګاه ﺍﻭﺳﻲ ﭼﯥ ﭘﻪ معلمۍ او استادۍ ﮐﯥ ډیره ﮊﻣﻨﺘﯿﺎ ﻭﻟﺮﻱ، ځکه که ژمنتابه نشي؛ نو شاید له ستر ﺧﯿﺎﻧﺖ سره مخ شي چې ﺩﺍ ﮐﺎﺭ ﺳﺘﺮﻩ ﺗﯿﺮﻭﺗﻨﻪ او لوی بحران جوړونکی دی.

 

۲ – ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻣﺎده ګي

د ﺍﺳﺘﺎﺩۍ لپاره ﺍﻣﺎﺩﻩ اوسیدل پرته له کار او وخت څخه ستونزمن دي؛ نو بایده ده چې د استادۍ لپاره ډیر وخت صرف شي او ډیر کار ورته وشي، ځکه په ﺍﻭﺳﻨﻲ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ د ﺩﺍﺳﯥ ﮐﺲ ﭘﯿﺪﺍ کیدل ډیر ناشوني دي چې ﭘﺮﺗﻪ ﻟﻪ ﻋﻠﻤﻲ ﺯﺩﻩ ﮐړﻭ ﻏﻮﺭﻩ او ښه استاد ثابت شي؛ ﻧﻮ ځکه خو اړینه ﺩﻩ ﭼﯥ ﻟﻮﻣړﯼ باید ښې ﺯﺩﻩ ﮐړﯤ وشي ﺍﻭ ﻫﺮ ﻭﺧﺖ ﺩ ﺧﭙﻠﻮ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ ﺩ ﺗﺪﺭﯾﺲ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺑﺸﭙړه ﺍﻣﺎﺩﻩ ګي او چمتوالی ونیول شي، ﮐﻨﻪ ﺑﯿﺎ ﺑﻪ ډیره سخته ﻭﻱ ﭼﯥ ﭘﻪ ښه توګه ﺳﺮﻩ ﺗﺪﺭﯾﺲ ﻭکوی شي.

 

خو ﻟﻪ ﺑﺪﻣﺮﻏﻪ ﭘﻪ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ د یوې سالمې ادارې نه شتون د استادانو ﺩ ډﯾﺮﯤ ﺑﯥ ﻏﻮﺭۍ لامل شوی چې له ﺍﻣﻠﻪ یې ډیری ﺍﺳﺘﺎﺩﺍﻥ ﺩ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ هیڅ ډﻭﻝ علمی ﺍﻣﺎﺩﻩ ګی ﻧﻪ لري، ﯾﻮاځې په یوه چپټر ﺍﻭ ﮐﺘﺎﺏ ﻭﺭﺗﻪ اکتفاء کوي چې ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ یې ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻲ ﺟﺎﻣﺪ او مهمل ﺍﻣﻮﺧﺘﻪ کیږي، چې ﺑﯿﺎ ﺩ دې ﻭړﺗﯿﺎ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﭼﯥ ﺍﺯﺍﺩﻩ ﻣﻄﺎﻟﻌﻪ وکړي ﺍو د ذهن په لویه خزانه کې اضافي معلومات ور اضافه کاندي.

 

۳ – ﺗﻨﻈﯿﻢ

د یوه ښه استاد صفت دا هم دی ﭼﯥ د درس لپاره منظمه خاکه ولري، معنی دا ﭼﯥ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ ته باید د ﻭﺧﺖ مطابق ﺩﺭﺱ ﻭﺭکول شي، یعنې وخت ته په کتو سره درس په منظم او مساوي ډول تقسیم کړل شي، نه باید درس ته ډیر تکرار ورکړل شې او نه باید موضوع پیچلي پاتې شي.

 

ځکه ﮐﻪ ﭼﯿﺮته یو استاد ﻣﻨﻈﻢ تدریس ونه لري اﻭ روغه خاکه برابره نه کړای شي؛ ﻧﻮ ﺑﯿﺎ خامخه ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻲ ګنګس کیدلای شي چې ﺑﯿﺎ به دا ډیره ﺳﺨﺘﻪ ﻭﻱ ﭼﯥ د موضوع په اړه ﮊﺭ ﭘﻮﻩ ﺷﻲ.

 

او یوه غوره لار دا هم کیدای شي چې ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍړﻩ ﻟﻪ ﺯﺩﻩ ﮐﻮﻭﻧﮑﻮ څخه ﻣﺸﻮﺭﻩ ﻭﺍﺧﻠﻲ، چې څه ډﻭﻝ درس د هغوی په ذهنیت مثبت تمامیدلای شي او باید چې تر ډیره له زده کوونکو سره د دوی د ذوق د مطابق درس مشوره عملي او ومنلی شي.