والدین د خپلو ماشومانو څخه د ژوند په ټولو برخو کې د ښه کار کولو توقع لري، په داسي حالاتو کې پر ماشومانو د فشار له کبله کیدای شي هغوی په ژوند کې د ځینو کارونو په ترسره کولو بیزاره شی چې یو مثال یې د درس نه ویل دي.
د درس سره د ماشومانو د علاقې د ډیرولو لپاره اسانه لاري چاري شته:
د درس ویلو په وخت کې مو د ماشومانو سره کښینۍ او تاسي هم په یو کتاب ویلو ځان مصروفه کړئ.
پر زده کړه تاکید وکړي نه پر نمره: که څه هم نمره مهمه ده خو که چيري مو د ماشومانو ټوله هڅه د نمرې ترلاسه کول وي د هغوي تمرکز پر زده کړي کړئ او د درسونو په اړه یې پوښتني ځیني وکړئ.
پر ماشومانو مو هیڅ کله د ښه نمرو ترلاسه کولو فشار مه راوړئ د هغوی سره مهربانه واوسئ او مسایل د هغوي له نظره وګورئ.
د ماشومانو څخه مو دصنف په اړه پوښتنه وکړئ دا پوښتني ددې باعث کیږي چي هغوی په صنف کي نور هم هوښیار واوسي.
د هغوی د درس ویلو په وخت کي هیڅ ډول مزاحمت ورته مه کوي د مثال په ډول د تلویزیون لوړ ږغ یا هم د مجلس په وخت کي ورته درس ویل ځکه د ماشومانو تمرکز د درس څخه په یوه کوچني ږغ هم اوړي.
د ماشومانو د زده کړي سبک ته مو پام وکړي چی هغوی څه ډول ښه زده کړه کولای سي ، په عملي توګه، په اوریدلو، په لیکلو او یا که په لیدلو سره او زده کړه هم په همهغه طریقه سره ورکړئ.
د کمو نمرو په ترلاسه کولو سره هغوی مه رټئ، بلکي پر ځان یې باور نور هم ورزیات کړئ.
د زیات نصیحت کولو څخه پرهیز وکړئ ځکه په ډیر نصیحت کولو سره هغوی د تهدید احساس کوي او د زړه د ماتوالي سبب يې کیږي.
ژباړه: عایشه عزیزي