د درېیو اونیو په تیریدو سره تر دا مهاله شاوخوا شپاړس زره کسانو نوم لېکنه کړې ده

ننګرهار ولایت د ټاکنو کمېسیون چارواکي وایي، په دې ولایت کې یې د درېیو اونیو په تیریدو سره د ولسمشریزو ټاکنو تقویتي بهیر کې  شاوخوا  شپاړس زره  کسانو نوم لیکنه کړې او په خبره یې د ثبت  نام مرکزونو ته د خلکو ورتګ له ورځې نه بلې ته مخ په ډیریدو دي.

په ننګرهار کې د ټاکنو د کمېسیون چارواکو د یوې خبري کنفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، چې په دې ولایت کې یې، د ښار په شمول په شلو ولسوالیو کې شاوخوا شپاړس زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو د کمېسیون رئیس ذبیح الله وګړی وایي، په ثبت شویو کسانو یې دیارلس زره نوي او پاتې نور یې د ټاکنیزو مرکز بدلون او یا هغه دی په پخواني نوملړ کې نوم نه و

د یادولو وړ ده چې په روانه تقویتي پروسه کې هغه څوک ثبت کیږي، چې نوی یې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړې وي،په پخواني نوم لیست  کې نوم نه وي، یاهم ټاکنیز مرکز بدلون غواړي یا یې تذکره ورکه یا شکېد لي وي او یا هم نوی مهاجر شوی وي.