د دفاع وزیر وايي، د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتيا نشته دی

د دفاع سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته. نوموړي له العربیة ټلویزیون سره تازه مرکه کې د چین په همکارۍ د ایران او سعودي ترمنځ د روغې جوړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، ا.ا د دې جوړې هرکلی کوي او ښايي پر افغانستان هم ښه اغېز ولري. خو دی وايي که د ایران او سعودي ترمنځ اړیکې ښې یا خرابې وي، د افغانستان سرپرست حکومت له سعودي سره نږدې او ښې اړیکې غواړي.