د دلوې ۲۶مه له افغان خاورې د شوروي سرو لښکرو د وتلو ورځ

۴۰ کاله وړاندې روسي سرې لښکرې، د درندو وسپنیزو جنګي ټانګونو او وسلو سره افغانستان ته راغلې، چې د بېرته وتلو یې ۳۱ کاله پوره کیږي.

افغانستان کې شوروي ځواک څه د پاسه نهه کاله تېر کړل او بېرته د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه، نېټه له افغان خاورې څخه د شمال حیرتان بندر له لارې د دوی وروستی ټانک ووت.

د روسانو ۹ کلن ځنډ د ټانک، ټوپک او کوتک جګړې څخه خالي نه وو، چې د ځینو نړیوالو شمېرو له مخې، په دغو نهو کلونو کې، یو میلیون ولسي خلکو ژوند له لاسه ورکړ.

په دې جګړه کې ۹۰ زره شوروي ضد وسله وال مخالفين، ۱۸ زره افغان سرتېري، او څوارلس نيم زره د شوروي اتحاد عسکر هم وژل شوي دي.