????????????????????????????????????

د دولت یو نیم مېلیون جریبه ځمکه غصب شوې

د افغانستان د ښار جوړنې وزارت وایي، د ټول هېواد په کچه څه باندې یو نیم مېلیون جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

وزارت وويل، له غاصبينو د ځمکو د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې پیل کړي او په همدې موخه یې د نژدې شل زره غاصبينو نوملړ چمتو او عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی.

د دولتي ځمکو کموالي په ډېرو ښارونو کې د پراختیایي او ودانیزو چارو مخه ډب کړې ده.

له دې ډ لې د کابل په څنګ لوري، پل علم ښار کې دولتي ځمکه بیخي خلاصه شوې ده.

لوګر کې پر نا امنیو سربېره د ځمکو غصب او له دې امله د را ولاړو شویو لانجو لوړ پوړي امنیتي چارواکي بوخت ساتلي.

دې ولایت کې د دولتي غصب شویو ځمکو بېرته خلاصون ته تر ټولو جدي ګام دا دی چې هلته د پولیسو د مشر په لارښوونه لسګونه هغه کورونه ویجاړ شوي چې پر غصب شویو ځمکو ودان شوي دي.

د لوګر امنیه قومندان وايي که که عد لي او قضايي ادارې نور غاصبین ور وپېژني دی به یې حساب کتاب ته حاضر کړي.

نوموړی وايي، غصب د زورورو خلکو کار دی او په وینا یې عادي خلک دا کار نه شي کوای.

پل علم ښار کې د دولتي ځمکو غصب خپله دولتي چارواکو او ادارو ته هم سرخوږی جوړ کړی.

د لوګر د تخنیکي او مسلکي زدکړو امر هجرت الله طوفان له یو کال راهیسې مکتوب په لاس د پل علم ښار په ادارو سرګردان ګرځي، خو یوازې یو جریب ځمکه نه پیدا کوي چې خپلې ادارې ته پرې ودانۍ جوړه کړي.

د معلومات په اساس د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او حج او اوقافو ریاستونه هم د فعالیتونو د پراختیا لپاره نورو ودانیو ته اړتیا لري؛ خو د پل علم ښار په اوسني ماسټر پلان کې سپینه ځمکه نه ده پاتې.