د دوه امریکايي بېړیو د ټکر له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یوې امریکايي جنګي بېړۍ له یوې بلې بېړۍ سره ټکر کړی. د امریکا سمندري ځواکونو ویلي، چې یاده پیښه سنګاپور ته څېرمه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یوه امریکایي جنګي بېړۍ له بلې بار وړونکې بېړۍ سره ټکر وکړ.

د امریکا د سمندري ځواکونو په خبره په دې پېښه کې پنځه بیړۍ چلونکي ټپیان شوي او ۱۰ نور لاردکه دي.

رویټرز خبري آژانس ته د امریکايي سمندري ځواکونو د کښتۍ یوه کارکوونکي ویلي، چې له امریکايي کښتۍ سره ټکر شوې بېړۍ بار وړونکې ده، چې له ټایوان څخه یې سنګاپور ته نفت انتقالول.