د دویم پړاو ټاکنې او درغلي لیکنه: عابد ندیم

د لمړي پړاو ټاکنو ته په کتو سره د ټول هیواد اوسېدونکي یوازې او یوازې دې ته د امید په ځمکه ناست و چې ګواکې د دویم پړاو ټاکنې به له درغلۍ ځینې لېرې پاتې شي، خو مګر د ځینو تقلبي درغلیو په صورت کې د خلکو هغه امیدونه په زړونو کې غړند پاتې شو چې دوی ورته د لمړي پړاو په نسبت ډېر لېواله و، خلکو په زغرده رایې ورکړې خو په زغرده یې تقلب او درغلۍ ته ښه پراخه لمن هم ووهله، امن و خو د درغلیو لپاره! امن و خو د تقلب او د یوه نوماند د ګټې لپاره!.

د هیواد په ډېرو سیمو کې زیاتره رایې د یوه نوماند په ګټه وکارول شوې، په لوی لاس یو شمېر لوړپوړو چارواکو تقلب ته لمن ووهله، درغلي یې په زور،پیسو او په خپله خوښه په ټاکنو کې رامنځ ته کړه، اکثره سیمي یا سلامت ولایتونه یې د ځان په ګټه وکارول، له تقلب سره سره یې زورواکي هم وکړه، په ډېری سیمو کې یې په دې ګنا خلک وډبول او ووژل چې تاسې ولې زمونږ د سیال په ګټه رایه استمالوۍ، چې ښکاره او کره بیلګه یې په ننګرهار کې د یوه ټاکنیز محل تر څنګ د یوې پیښې په ترڅ کې د یوه ماشوم مړینه وه چې د اصلاحات او همپالنې د نوماند د ناظرینو لخوا واقع شوه، ډېر ګواښونه یې د خبریالانو په شمول دوامداره خلکو ته وکړل.

یوازې ټاکنې نه وې چې په امن کې ترسره شوې، مګر د درغلۍ نه ډکه امنیتي فضا هم موجوده وه، سترې بیلګې یې په شمال کې د بلخ، پنجشیر، ارزګان او داسې نورو ولایتونو د درغلۍ په اړه دي چې په لوی لاس پکې ټولې رایې د یوه نوماند لپاره وکارول شوې، اکثریت یې په روږدو تقلبي افکارو کې ډېر ښه برېښېده چې ډېره درغلي او تقلب یې وکړ، د کابل په څېر په مرکز او لرې پرتو ولسوالیو کې تقلب موجود و، زیاتره سیمو کې خلکو په ځای ددې چې په خپله خوښه رایه وکاروي، نو د ځينو تهدیدګرو له خوا به تهدیدېدل چې څنګه یې ددوی پرضد خپله خوښه د ځان تابع وګرځوي، د ځینو ثبتي او عیني شواهدوپه موجودیت کې داسې وایم: که چېرته په تقلب سره یو نوماند مخکې لاړ شي او بیا وروسته ورسره د ملت په اړه یوازې زاړه فکرونه موجود وي، نو امکان دې ولري چې ډېر ژر به فدرالي نظام په ټول هیواد کې رامنځ ته شي، د پخوا په څېر به خلک ټوپک ته یو ځل بیا لاس واچوي، وینې به لکه د روانو اوبو غوندې بهانده شي. هیله مې د لوړو مقاماتو څخه دا ده چې باید د دغه جنایتونو د رامنځ ته کېدو پوښتنه وکړي، ترڅو یوه پاکه او ښه اداره په افغانستان کې رامنځ ته شي، او افغانستان د منفي لوري څخه مثبت لوري ته روان شي.