د ذهني وړتیا لوړولو لپاره دغه ۵ خواړه وخورئ

د انسان بدن که څومره هم پیاوړی وي، خو د بریالي ژوند تیرولو لپاره د ذهني پلوه هم پیاوړي کیدل ورته مهمه دي. د ذهني وړتیا لوړولو لپاره داسې خواړه غوره کړئ چې ستاسو د دماغونو پیاوړي کولو ترڅنګ مو دماغ د مختلفو ناروغیو څخه هم وژغوري.

 

دلته د ځینې هغو خواړو یادؤنه کوو چې ستاسو ذهني وړتیا ته وده ورکوي:

 

۱-  چارمغز:

دا یوازینی میوه ده په کومه کې چې الفا – لینولینک اسیډ شتون لري. دا برخه د وینې دوران ته وده ورکولو کې مهم رول لوبوي، کوم چې په مؤثره توګه دماغو ته اکسیجن وړاندې کوي. په ورته وخت کې رواني ظرفیت هم ښه کوي.

 

۲-  د زیتون تیل:

د زیتون تیل بې شمیره ګټې لري. د زیتون تیل داسې غوړ لري چې مغز د زړښت تاثیراتو څخه خوندي ساتي. په ورته وخت کې د کؤچو پرځای د زیتون تیل کارؤل د اوږدې مودې لپاره دماغي روغتیا ته تحفظ ورکوي.

 

۳- بیری:

سټرابیري (توت زميني) او بلو بیري په سلادونو کې هم کارول کیږي، مګر ډیر لږ خلک په دې خبر دي چې د بیرو کارول انساني یادداشت ته وده ورکوي.

 

۴-  کافي:

د ژمي په موسم کې د کافي مصرف د پام وړ زیاتیږي. په کافي کې کافین رواني ظرفیت ته وده ورکوي. په کافي کې انټي اکسیډنټونه له مونږ سره د ښې ذهني روغتیا ساتلو کې مرسته کوي. دا څښاک د خفګان او ډیپریشن کمولو لپاره هم خورا ګټور ثابت شوی دی.

 

۵- پالک:

د شنو پاڼو سبزیجاتو استعمال د سالم ژوند تضمین دی. خو په پالکو کې د لوټین په نوم انټي اکسیدنټونو د پریمانه شتون له امله دا رواني ظرفیت ته وده ورکوي. د یو څیړنیز انسټیټیوټ د څیړنې له مخې هغه میرمنې چې ډیر پالک او ورته شنې پاڼې لرونکي سبزیجات ډیر خوري، د هغوی رواني روغتیا د تل لپاره سهي پاتې کیږي

کاپي…