د راشد خان پیاوړې توپ اچونه سن رایزرز له ماتې ونشو ژغورلی

د انډین پرېمیر لیگ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبې کې د سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې د چنای سوپر کینگز په وړاندې لوبه ترسره کړه او دغه لوبه کې يي په دوه وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه چنای سوپر کېنگز لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

دغې لوبې کې یو ځل بیا د سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې ناکامه توپ وهنه وکړه. د سن رایزرز حیدر اباد توپ وهنه په لومړۍ بال د شېکر دون سوځېدو سره پیل شوه.

سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې وروستیو اورونو کې د کارلوس براتویت چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره یوازې کارلوس براتویت پیاوړې او چټکه توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۲۹ توپونو د یوې څلوریزې او څلورو شپږیزو په مرسته ۴۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

چنای سوپر کېنگز لوبډلې لپاره براوو دوه او چهر، انگېډي، ټاکر او جدېجا یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې چنای سوپر کېنگز هم په چټکۍ سره مهمې وېکېټې له لاسه ورکړې خو د فاف ډوپلېسېس پیاوړې او چټکې توپ وهنې دغه لوبډله پایلوبې ته ورسوله.

چنای سوپر کینگز ۱۹٫۱ اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فاف ډوپلېسېس او وروستیو شیبو کې د ټاکر چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۴۰ منډې جوړې کړې او پایلوبې ته يي لار ومونده.

چنای سوپر کېنگز لوبډلې لپاره فاف ډوپلېسېس په ۴۲ توپونو د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۶۷ منډو جوړولو سره لوبه گټونکې توپ وهنه وکړه.

سن رایزرز حیدر اباد لوبډلې لپاره یو ځل بیا راشد خان پیاوړې، بریالۍ او اقتصادي توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۴ اورونو کې یوازې ۱۱ منډې ورکړې او دوه مهمې وېکېټې يي واخیستې.

سندیپ شرما او کال دوه دوه او بونېشور کومار یوه وېکېټه واخیسته.

نړۍ نیوز