د راډيو ژبه

لیکوال: حکمت الله (نورزی)

ژبه داسې تعريفولی شو: ژبه د يولړ معنا لرو نکو غږونو قراردادي نظام دی چې انسانان یې د خپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو او له نورو سره د شريکولو لپاره کاروي. لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او دپام وړدی، همدغه شان په راډيوکې هم ژبه يوه ستره او ارزښتناکه وسيله ده، لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې قلم ته ډيره پاملرنه کيږي همدغه شان په راډيوکې هم له ژبې سره احتياط په کار دی،

ځکه يوه وړه تيروتنه کولای شي، د يوې ټولنې، خلک يوې ډلې، ياهم يوه هيواد ته لوی اونه جبرانيدونکی زيان ور واړوي آن تردي چې راډيو به له لوي کړکيج سره مخ کړي وي. کله چې يو متن برابريږي خبريال بايد جملې لنډې، عام فهمې او په زړه پورې وليکي.

په راډيويې پروګرامونو کې چې څومره ژبه ساده وي هومره زيات او ريدونکې راماتولای شي ځکه اوريدونکې زياتره هغه کسان دي چې ښاي د پوهي او ذهني سويې له مخې يو برابر نه وي زياتره هغه خلک راډيو اوري چې په کليو او بانډو کې دي او يا يې هغه خلک اوري چې نورې پرمختللې وسيلې لکه: کمپيوټر، ټلويزيون، انټرنيټ، کيبل، ډيش، او داسي نوري ته لاس رسۍ نه لري نو ځکه دوی ته راډيو يوه ارزښتناکه او دوديزه وسيله ده چې غوره او پرځای ګټه تري اخلې. ويندوی او خبريال چې کله متن برابروي او غواړي سټوډيو ته ننوځې بايد خپلې ټولې ستونزي او پريشانی د سټيديو نه دباندي پريږدي، کله چې متن لولي بايد يوڅه موسکۍ وی چې دغه موسکاه ئې په لوستنه کې هم احساس شي دا اصل بايد راډيو او هم په ټلويزيون کې په پام کې ونيول شي.

کله چې موږ بهرنې ټلويزيونې شبکوته پام لرنه وکړو نودخبريال خوشحله څيره زموږ په روحياتو اغيزه کولای شي آن کله چې په يوه هيواد کې دردونکې جګړي هم روانې وي دهماغه هيواد خبريالان خپله روحيه نه بايلې بلکې په دې وخت کې هم خپل ژورناليسټيک اصول او تګالارې له ياده نه باسي هغه ويندی چې داصولو او ميعيارو تابع وي کولای شي ترډيره حده دخلکو ترمنځ خپل محبوبيت وساتي په دي توګه به اوريدونکی دغه ويندوي ځان ته نژدې او د ځان دوست وګڼې او د دي ترمنځ به يوه دوستانه فضا واکمنه وي چې د دغې سوله ييزې فضا رامنځته کول ديوه خبريال او يوه ويندوی ستره برياده دارنګه اوريدونکی به هم برابر شوی پرو ګرام په مينه سره اوري او هم به دې ته هڅول کيږي چې دغه راډيو هروخت واوري. او تعقيب يي کړي. نو دغه کار به نه تنها د وياند لپاره بلکي ديوي راډيو لپاره هم لويه لاس ته راوړنه وي.