د رایو بیا شمېرنې بهیر ټولو ولایتونو کې پای ته ورسېد

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، بغلان ولایت کې هم د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوه او په دې سره ټولو ولایتونو کې دغه بهیر پای ته ورسېد.

یاد کمېسیون وایي، د دې بهیر له بشپړېدو سره د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته لار هواره شوې او نور د دې کار پر وړاندې کوم خنډ نشته.

بغلان له هغو اوو ولایتونو یو و چې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې مخه نیولې وه.

د ټاکنو کمېسیون وايي چې په بغلان ولایت کې پنجشنبه د رایو د بیا شمېرلو بهیر پای ته رسېدلی.

د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي چې په بغلان ولایت کې د ۷۱۲ محلونو د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې پرېکړه شوې وه.

پنجشېر، فاریاب، جوزجان، بدخشان، سرپل، تخار او بغلان هغه اووه ولایتونه وو چې وړاندې یې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له لوري د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیول شوې وه.

خو وروسته د دغه ډلې مشر عبدالله عبدالله بېرته له خپلو پلویانو وغوښتل چې په دې اړه خپل اعتراضونه پای ته ورسوي.

اوس چې د ټولو ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ شوی، ټاکنو کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو د اعلانېدو پر وړاندې هېڅ ستونزه نه شته.

که څه هم په وروستیو پاتې اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه له جنجالونو پرته پای ته رسېدلې، خو د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله وايي چې د هغو ۲۷ ولایتونو د رایو د بیا شمېرنې پایلې نه مني چې د دوی له څارنکو پرته شمېرل شوې دي.

خو د ټاکنو کمېسیون ویلي چې دغه بنسټ په ټولو ولایتونو کې د قانون له مخې کارونه کړي او د رایو په بیا شمېرنه کې یې ټولو ټاکنیزو ډلو ته خبر ورکړی و چې دغه بهیر وڅاري.