د رهبر او مدیر څو واضح توپيرونه او د پرمختګ لارې چارې یې

قطار ظفري

په تعلیمي او روزنیزو ساحو کې دوې کلمې، چې عبارت له رهبر/ رهبرۍ او مدیر/ مدیریت څخه دي زیاتې کارول کېږي، چې زیاتره خلک یې پر دقیقه مانا او مفهوم ممکن ونه پوهېږي.

پر دغو کلمو پوهېدل مې لازمه وبلله، چې ورباندې پوه شو او په ورځني ژوند کې له سرخوږي څخه خلاص شو.

۱- رهبر

د رهبر کلمه په مختلفو قاموسونو کې کارول شوې، چې په هره ژبه کې ځانګړې کلمې او ماناوې ورکوي.

په انګرېزي کې ورته ليډر یا هم لیډرشیف (leader, leadership) په فرانسوي ژبه کې ورته مدیر، او مدیریت او کله ناکله امر او امریت هم وایي.

په فارسي او دري ژبو کې بیا ورته رهبر، رهبري، مدیر، مدیریت، رییس، ریاست، مسوول او مسوولیت ویل کېږي.

په پښتو کې بیا ورته مشر/ مشري وایو.

په اصطلاح کې رهبري عبارت دی د وګړو په ډله‌ییزو فعلیتونو باندې له اغېزمنې پروسې څخه، چې په ټاکلي وضعیت کې د موخو د تحقق لپاره هلې ځلې کوي. همدارنګه رسول اکرم (ص) هم د رهبرۍ په اړه فرمایلي دي: “په تاسو کې هر یو راعي او هر شپون او په تاسو کې د خپل رعیت او تر لاس لاندې کسانو مسوول دی”

مدیریت او مدیر

مدیر په لغات کې اداره‌کونکي ته وایي او په اصطلاح کې هغه چاته ویل کېږي چې تر لاس لاندې کسانو مسوولیت پر غاړه لري.

او مدیریت په کمه موده او کم لګښت سره موخو ته د رسېدلو لپاره د مادوي او انساني ځواک له همغږي کولو څخه عبارت دی.

د رهبر او مدیر ترمنځ توپیرونه

الف رهبر

۱- لارښونه کوي؛
۲- خوځښت رامنځته کوي؛
۳- د نظریې لرلید لري؛
۴- د ستونزو حل؛
۵- انګېزه ورکول او ملاتړ؛
۶- د وګړو منظمول؛
۷- د ځان منظمول؛
۸- د ګروپونو منظمول؛
۹- تصمیم نیونه.

ب: مدیر

۱- پلان‌جوړونه؛
۲- په کار د وکړو ګمارنه؛
۳- د اسنادو، مدارکو، شمېر، سرچینو او نورو منظمول؛
۴- تنظیمول، رهبري او د صلاحیت سپارل؛
۵- پرمختګ؛
۶- په چارو کې د ستونزو حل؛
۷- کنټرول.

د رهبرۍ مهمې دندې د امریکا د پنځم ولسمشر ازن هاور لخوا لومړیتوب‌بندي شوې دي، چې عبارت دي له:

الف. هغه کارونه چې مهم او بېړني دي؛

ب. هغه کارونه چې مهم دي، خو بېړني نه دي؛

ج: هغه کارونه چې مهم نه دي، خو بېړني دي؛

د: هغه کارونه چې نه مهم دي او نه بېړني.

د ښه مدیر د پرمختګ لارې چارې

۱- کاري وجدان،
۲- صداقت،
۳- د باور او درناوي فضا،
۴- په نوښتګیره توګه د خپل کار ظرفیت لوړوالی،
۵- په کارونو کې شفافیت،
۶- ښه مهالوېش درلودل،
۷- د ټیم په توګه د ګروپي کار روحیه،
۸- له خپل مسلک سره مینه.

د مدیر د ناکامۍ عوامل

۱- بې ځایه غرور،
۲- بې صلاحیتي،
۳- زیاته محافظه‌کاري،
۴- بې اعتمادي،
۵- بې نظمي،
۶- د وخت ضایعات.

د یوه تکړه رهبر څلور ځانګړتیاوې

۱- ګټور تصمیمونه نیسي، کارکونکو ته انګېزه ورکوي او د هغوی ملاتړ کوي؛

۲- د کورنيو او بهرنيو مراجیعنو او اخیستونکو (مشتریانو) اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کوي؛

۳- تر لاس لاندې کسانو د کنټرول پر ځای د هغوی ته د اغېزناکو کارونو توانمندي وربښي؛

۴- د شته وضعیت د ساتنې پر ځای د هغه د لا ښه‌والي هڅه کوي؛

تاسو د یوه رهبر په توګه په اداره کې باید کوم کارونه ترسره نه کړئ

۱- هغه کارونه چې خپله یې نه کوئ، پر نورو یې هم مه کوئ؛

۲- اعتماد او باور باید مات نه کړئ؛

۳- طرف مه ګرځئ؛

۴- د خپلو کارمندانو د خبرو خنډ مه ګرځئ؛

۵- په دې اړه باید بې خبره ونه اوسې چې ستاسو کارکونکي کوم کارونه ترسره کوي.

په پایله کې ویلی شو، چې هر مدیر مشر کېدلی شي، خو هر مشر مدیر کېدلی نشي.