د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وويل چې د مسکو او واشنگټن نظرونه سره هېڅ ورته نه دي، که څه هم د لندن کتنه يې رغوونکې وبلله.
ښاغلي لاوروف وويل مسکو به په کرېميا کې د سبانۍ ټولپوښتنې پایلو ته درناوى وکړي چې موضوع يې له روسيې سره يو ځاى کېدل دي. هغه وويل ستونزه د امنيت نشتوالى دى
هېڅ ګام نهد امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپل وار د روسيې له خوا د اوکرايين پولې او کرېميا ته د عسکرو په استولو ژوره اندېښنه څرگنده کړه.
جان کېري دغه راز په کرېميا کې له روسيې سره د يو ځاى کېدو سبانۍ ټولپوښتنه هم رد کړه او گواښنه يې وکړه چې که د روسيې پارلمان يې په رسميت وپېژني نو د کړکېچ د غوڅولو له پاره به د خبرو مخه ونيول شي.