د روسیې دښاري ریل ګاډو په تم ځای کې چاودنه شوې

دروسيې دسنت پيترزبورګ دښاري رېل ګاډو په یوه تم ځای کې چاودنه شوې چي کمه مرګ ژوبل یې رامنځ ته کړې ده.

ځايي پولیس وايي چي چادیدونکی اله دیوه کس په لاس کې پټاو شوې ،خولا جوته نه ده چي یاد کس دکومې موخې لپاره چاودېدونکي توکي کارول.

پولیس وايي کیدای شي چاودیدونکي توکي دښاري کس ورځنۍ سودا کې وراچول شوي وي،خودوی وايي نومړی ټپی کس یې روغتون ته رسولی درغېدو وروسته به یې په اړه پوښتي.

ځايي چارواکي وايي چي دوی سیمه په خپل واک کې اخیستې ده،دنورو معلوماتو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

یاده دې وي چي دهمدې میاشتې په دریمه نېټه دهمدې ښار په متروکې هم یوه انتحاري بریدسره ۱۴تنوته مرګ ژوبله واوښتله،خوپولیس واييي چي دې ځل ورته پېښه نه ښکارې خو دوی پلټنې لا نه دي بشپړې کړې.