‏د روسیې په يو پوځي روزنې مرکز کې دو رضا کاره پوځیانو ډزې کړي، چې ۱۱ کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي

‏د روسیې دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بلګورود په سیمه کې د پوځي روزنې پر یوه مرکز پرون دو رضا کاره پوځیانو ډزې وکړې چې ۱۱ کسان یې ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.
خبرپاڼه زياتوي، چې دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې رضاکارانو د اوکراین د جګړې لپاره روزنه ترلاسه کړه.