د روغتيا له نړيوال سازمان پوښتنه: هغه کسان چې په کرونا ويروس اخته دي فزيکي تمرين دې وکړې او کنه؟

د کرونا ويروس په خپرېدو سره نړۍ کې بېلا بېلې ورزشي لوبې او په ځانګړي ډول هغه لوبې چې په ګڼيز ډول تر سره کيږي بند شوې دي. هغه کسان چې  په کرونا ويروس ککړ شوي دي او يا هم هغه کسان چې د کرونا ويروس څخه ځان ساتي، روغتيايي لارښوونې ورته دا دي چې په خپلو کورونو کې ځانونه قرنطين کړي.

په کورونو کې قرنطين کېدل دا شونتيا رامنځ کوي چې خلک له فزيکي کړنو لېرې پاتې شي. پلی تګ، لوبې، بدني ورزش، کرکېټ، منډه وهل او ځيني نورې فزيکي چارې د قرنطين پر مهال نه تر سره کيږي او دا سپارښتنه هم کيږي چې په کرونا ويروس ککړ کسان دې، استراحت وکړي.

د کرونا ويروس ناروغانو لپاره د فزيکي تمرين کول او يا نه کول کول هغه پوښتنه چې د روغتيا نړيوال سازمان يې په اړه مالومات شريک کړي دي.

“د کرونا ويروس پر مهال ډېری خلک په کورونو کې قرنطين شوي دي. د هر عمر کسانو ته په کار ده چې د ورځې په جريان کې يو څه فزيکي کړنې تر سره کړي. د کور دننه بايد دومره فزيکي چارې يا تمرين وشي څومره يې چې شونتيا وي.  د کور او یا د کوټې دننه قدم وهل، ځان غځول…. عضلې خلاصوي، دماغي اندېښنې له منځه وړي او د ويني جاريان کې مرسته کوي.”

د پورته سپارښتنې اړوند د کرونا ويروس ناروغانو ته په کار نه ده چې ټوله ورځ – شپه په يو ځای کيني، د شونتيا تر بريده بايد يو څه فزيکي کړنې تر سره کړي.

کاپي روهي ویب