د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فېروز او د ولسمشر ځانګړی سلاکار وحید عمر مشرانو جرګې ته د ځواب نه ویلو له کبله ددې جرګې لخوا څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د مشرانو جرګې غړي وایي، د عامې روغتیا وزیر له کرونا سره په مبارزه کې پاتې راغلی او وحید عمر په هغه پیسو کې فساد کړی، چې له کرونا سره د مبارزې لپاره تر اوسه مصرف شوې دي.