د روغ او سالم ګډ ژوند ځانګړتیاوې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

کله وخت افراد تر دې بریده د ګډ ژوند په اړیکه د خپل ژوند له شریک سره ډوبېږي، چې خپل فردیت له لاسه ورکوي. هغه جوړې، چې له بریده زیات له یو بل سره تړاو پیدا کوي، معمولاً خپل ځان په یوه ناسالمه اړیکه کې مېشتوي.

 

د ارزښتمندۍ د ساتلو لپاره، تل پاتې هڅې

 

که هوډ لرئ، چې په نږدې راتلونکې کې واده وکړئ یا متاهل یاست، غوره ده، چې د یوې ګډې سالمې اړیکې په اړه خپل معلومات زیات کړئ، د دې معلوماتو تر لاسه کول له تاسو سره مرسته کوي، چې د خپلې ګډې اړیکې ارزښمتنه یا ناسالمه اوسېدل درک کړئ. هغه کسان چې زیان زېږونکې اړیکه کې مېشت دي.

معمولاً د ناسالمې اړیکې ډېری نښې، لکه سخت حسادت، ګواښ، کمزورې بین فردي اړیکه او نا خوندیتوب نالیدلې نیسي. کله چې په سالمه او ارزښتمه اړیکه کې یاست، باید په دوامداره توګه هڅه وکړئ، چې دا ارزښتمندي او کیفیت په ښه لوړه کچه کې وساتئ.

 

د رښتینولۍ ساتنه

 

په یوه ګډه سالمه اړیکه کې د رښتینولۍ ساتنه، تاسو او د ژوند د شریک لپاره مو اړینه ده، ترڅو وکولای شئ د یو بل د اعتماد په ترلاسه کولو کې، مثبت بهیرونه تېر کړئ. که دې ته متوجه شئ، چې د ژوند شریک مو له تاسو سره رښتینی او صادق نه دی، معمولاً اعتماد جوړونه او د اعتماد ساتل هم له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کېږي.

 

دوه احساسونه، چې کولای شي په پاتې اعتماد باندې منفي او ورانونکې اغېزې وکړي، حسادت او ناخوندیتوب دی. که کوم څوک د خپل ژوند د شریک له خوا له بریده زیات حسادت او ناخوندیتوب سره مخ وي، نه شي کولای، چې په هغه باندې اعتماد وکړي، همدا بهیر کولای شي د ناسالمو شخړو او ستونزو سبب شي او د جوړو ترمنځ د تور پورې کولو چلندونه دود کړي.

 

متقابل درناوی

 

له متقابل درناوي پرته د یوې سالمې اړیکې لرل واقعاً ستونزمن کار دی. اعتماد (لکه څنګه چې یادونه وشوه) او درناوی، په یوه سالمه اړیکه کې دوه مهم عناصر دي. د ژوند شریک ته غوږ نیول یانې د ژوند شریک ته درناوی کول. په هغې باندې له چیغو وهلو څخه ډډه کول او له هغې سره د چلند د غوره او مناسبو تګلارو ټاکل، داسې چې تمه لرو هغه هم په همدې توګه له موږ سره چلند وکړي.

 

کارپوهان وایي، چې موږ باید له خپلې مېرمنې سره داسې چلند وکړو، چې د هغې له خوا زموږ په اړه د درناوي مراعاتول تضمین کړي.

 

د شخصي حریم ساتنه

 

کله وخت افراد تر دې بریده د ګډ ژوند په اړیکه د خپل ژوند له شریک سره ډوبېږي، چې خپل فردیت له لاسه ورکوي. هغه جوړې، چې له بریده زیات له یو بل سره تړاو پیدا کوي معمولاً خپل ځان په یوه ناسالمه اړیکه کې مېشتوي. د ژوند د شریک د خوشاله ساتلو لپاره د ټولو بوختیاوو او لېوالتیاوو پرېښودل، د متاهلو افراد په ژوند باندې به منفي او ورانونکې اغېزه وکړي او په پای کې ګډې اړیکې ته زیان رسوي.

 

دا په داسې حال کې ده چې په یوه ګډه سالمه اړیکه کې، هېڅ یو لوری اړ نه دی، چې د خپل ژوند اصلي او مرکزي ارزښتونو ته بدلون ورکړي. له دې امله که غواړئ چې د خپل ژوند له شریک سره سالم ژوند ولرئ، نو له خپلو شخصي لېوالتیاوو څخه انکار مه کوئ او مه یې هم لرې کوئ. دغه راز د خپل ژوند شریک ته باید دا شونتیا ورکړئ، چې وکولای شي د خپلې خوښې وړ فعالیتونو څخه خوند واخلي.

 

په فعاله توګه غوږ ونیسئ

 

آیا هغه مهال، چې د ژوند شریک مو له تاسو سره خبرې کوي، په ښه او بشپړه توګه غوږ ورته نیسئ، ترڅو یې درک کړئ یا دا چې هڅه کوئ له هغه سره د مقابلې لپاره، په چټکه توګه خپل ځواب چمتو کړئ. په فعاله یا بشپړه توګه غوږ نیول یانې د خپل ژوند د شریک خبرو ته په سمه او آګاهانه ته غوږ نیول او د هغه د پام وړ ټکو د درک کولو لپاره هڅه. البته تاسو اړ/ اړه نه یاست، چې د خپل ژوند له شریک سره د ښې او مطلوبې اړیکې د ساتلو لپاره تل له هغه/هغې سره موافقه وکړئ.

 

په حقیقت کې د توپیري لید لوریو لرل په بشپړه توګه عادي دي، ځکه له انسانانو څخه هېڅ یو یې، په بشپړه توګه یو بل ته ورته نه دی. بحثونه او اختلافات هم نباید د بې احترامۍ او ډول ډول سپکاویو سبب شي. دا مه هېروئ، چې د بحثونو پرمهال په بشپړه توګه سکوت کول هم ښه تګلاره نه ده، بلکې جوړې باید وکولای شي، چې د سمو اصولو په مرسته له یو بل سره خبرې وکړي.

 

د اړیکې د ښه‌والي لپاره تفریح ته اړتیا ده

 

یوه ګډه سالمه اړیکه، په تفریحي فعالیتونو کې د دواړو لوریو ګډون ته اړتیا لري. د ورځینو اروایي فشارونو د کمښت لپاره تفریح اړینه ده او هغه شخړې او لانجې، چې په طبیعي توګه د دوو کسانو ترمنځ په اړیکه کې رامنځته کېږي. له دې امله هڅه وکړئ، چې له واده وروسته، د خپل ژوند له شریک سره د تفریح او ماښامنۍ د خوړلو لپاره، له کوره بهر شئ، له یوبل سره پارک ته لاړ شئ او د خپلې خوښې وړ تفریحګانې وڅارئ.