د روژه تي مجسمې په ګډون ۵۰۲ تاریخي آثارافغان ملي میوزیم ته وسپارل شول

د افغانستان ملي میوزیم ته د قاچاق شوې روژه تي بودا مجسمې په ګډون ۵۰۲ تاریخي اثار وسپارل شول.

روژه تي هغه مجسمه ده، چې ۳۵ کاله وړاندې د افغانستان له ملي میوزیم څخه غلا شوې وه او یو میاشت مخکې په هانګ کانګ کې نندارې ته اېښودل شوې وه.

کله چې دغه مجسمه په یاد هېواد کې نندارې ته کېښودل شوه، نو د ملي میوزیم د پرسونل له خوا وپېژندل شوه او تر څېړنو وروسته بېرته افغانستان ته وسپارل شوه.

ویل کیږي، قاچاق کوونکو غوښتل چې د روژه تي مجسمې په څېر نور تاریخي آثار هم بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا په افغان هوایي ډګرونو کې ونیول شول او ملي میوزیم ته وسپارل شول.