د روژې د ماتولوپه وخت کې دا لاندينۍ دُعاګانې لوستل سنت دي.
اللَّهُمَّ لَكَ صُمْتُ وَعَلَى رِزْقِكَ أَفْطَرْتُ(ابوداود ص:۲۷۸ج:۲)
(ياالله!ستالپاره مي روژه ونيوله اوستاپه روزۍ مي ماته کړله)
بله دعاء دا ده :
ذَهَبَ الظَمَأُوَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُان شَاءَاللهُ تَعَالَی
(رواه ابوداودباسنادحسن،مشکات ص:۱۷۵ج:۱)
ژباړه : تنده لاړه،رګونه لانده شول اوانشاءالله تعالی اجرثابت شو!!
دغه مسنوني دُعاگانې دي،دا خو بايد ولوستل شي،له دې پرته کومه دَُعاء چې د چا خوښه وي،هغه دې ولولي او دخپلو حاجتونو حل دې له الله پاک څخه وغواړي ځکه د روژې د ماتولوپه وخت کې دُعاگانې قبلېږي.
پاته شود پېشنمي په وخت کې دعاگانې.
دپېشنمي په وخت کې چې کومې دُعاگاني انسان کول غواړي،ورته اختياردی،خو په دې شرط چې د گناه ياد خپلوي پرېکولونه وي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
لیکوال: مولوي عصمت الله عزام