د روژې مینځنۍ لسیزه (مغفرت(

لیکوال: استاد احمد الله عاطفي

دروژې مبارکې میاشتې منځنۍ لسیزه چې دسیدنا حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم) په مبارک ارشاد کې په مغفرت یعنې دبخښنې لسیزې په نوم یاد شوی(وَأَوْسَطُهُ مَغْفِرَةٌ ) د تل پاتې فلاح برې لیک تر لاسه کولو داسي مقدمه دی،چې بنده له اوره دخلاصون ارزښت تر لاسه کوي، په دي شرط چې په روژه کې دالله سبحانه وتعالی حق پرځای کولوهڅې سره دهغه دمخلو قاتو له حقه هم سترګې پټي نه شي، ځکه دا مبارکه میاشت دمسلمان عقیدوی ،عبادي ، اخلاقي ، فکري،اجتماعي او په لنډ ډول دژوند هر اړخ دروزني او عملي تقويې درس ورکوي، چې اغیزه يې په نفس او چاپیریال کې څرکندیږي.

قال الله تبارک وتعال:فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا. (نوح سورت : ۱۰ آیت)

ژباړه: نو ومې ویل: له خپل رب بخښنه وغواړئ، چي بې شکه هغه ډیر بخښونکی دئ.

یقیناً هرهغه څوک چې الله(جل جلاله) ته په کمال دصداقت او ریښتینولي رجوع وکړي او دخپلو تیرو ګناهونو نه توبه ګار شي او دراتلوني لپاره دګناه نه کولو هوډمن وي الله سبحانه وتعالی ورته بخښنه کوي ، داسې بخښنه چې نه به غمجن وي اونه به يې دګناه اثار پاته شي بلکه ټول هغه لیکلي اسناد او ثبت شوي مواد چې له ملایکو سره وي، داعمالو په دوسیه کې وي او یايې اندامونو او چاپیریال ثبت کړي وي له یوې مخې پاکوي.

قال الله تبارک وتعال : وَالَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَاحِشَةً أَوْ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ ذَكَرُوا اللَّهَ فَاسْتَغْفَرُوا لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا اللَّهُ وَلَمْ يُصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمْ يَعْلَمُونَ . (العمران سورت: ۱۳۵ آیت)

ژباړه: او هغه چي کله کوم سپک کار وکړي او یا په خپل ځان ظلم وکړي، نو الله یادوي او دخپلو ګناهونو بخښنه غواړي، او له الله پرته بل څوک دئ چي ګناه بخښلی شي؟ او په خپلو کړو ګناهونو اصرار او ټینګار نه کوي، په داسي حال کي چي پوهیږي.

له بنده نه هغه وخت ګناه تر سره کیږي چې دالله سبحانه وتعالی له ذکره غافل شي او داغفلت دبغاوت سرحد ته ورسیږي بیا مرتکب دګناه شي، له ارتکابه وروسته بنده که په خپل عمل پښیمانتیا وښودله او بیرته دالله سبحانه وتعالی په ذکر مشغول شو او دخپلو کړو ګناهونو نه يې توبه وویسته او په کلک هوډ سره يې نور دکناه نه کولو یقین برابر کړ، یقیناً چې الله سبحانه وتعالی ورته بخښنه کوي، ځکه له الله (جل جلاله) نه ویریدونکی بنده دشیطان په لمسون او غفلت سره ګناه کوي، او دی په دې پوهیږي چې جرم او دځان تاون يې وکړ، پرته له درنګه دالله سبحانه وتعالی عظمت ، جلال او عذاب ورپه یاد شي او بیا په هغه طریقه الله سبحانه وتعالی ته رجوع وکړي چې وړاندې موذکر کړ، یقیناً چې الله سبحانه وتعالی په خپلو بندګانو ډیر مهربان دی او له ده پرته بل بخښونکی نشته.

روژه داسي دبخښنې او پیرزوینې مبارکه میاشت دی چې سرکشه شیطانان تړل کیږې درحمت دروازې پرانستل کیږي او د دوزخ دړې تړل کیږي، دهغه چا لپاره چې روژه نیونکی وي نه داچې خپله خوله يې له سهاره تر ماښامه له خوراک او څښاکه بنده کړې وي.

ددې مبارکې میاشتې دوهمه لسیزه چې دمغفرت لسیزه بلل شوي ځینې علما او بزرګانو دې ورځو ته داستغفار او بخښنې دکلماتو زیاته یادونه او توجه کوي او په ځانګړي توګه د استغفار دا کلماتو دویلو سپارښتنه کوي.

اَسْتغفر الله العظیم من کل ذنبٍ وأتوبُ اِلیه.

ژباړه: دستر الله پاک (جل جلاله) نه دخپلو ټولو ګناهونو بخښنه غواړم او دهغه لورته رجوع کوم.

اَسْتغفر اللهَ ربِّیْ من کُلِّ ذَنْبٍ وَّ اَتُوْبُ اِلیهِ.

ژباړه: زه دالله(جل جلاله) نه دخپلو ټولو ګناهونو بخښنه غواړم، هغه زما رب (حقیقي پالونکی) دی او دهغه لورته رجوع کوم.

 

دا او ځینې نور دبخښني کلمات، چې اصل يې کتاب الله دی.

استغفار له الله (جل جلاله) نه دبخښنې دُعا ده او دالله سبحانه وتعالی درحم او کرم سیوري لاندې عفوه او بخښنه په ګناهونو پرده دی، چې زمونږ غوندې ګناهګاران دسترې رسوايې نه په دنیا او اخرت کې ژغورل کیږې.

سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چې معصوم او مغفور و، هم دورځي سل ځله له خپل رب(جل جلاله) نه بخښنه غوښتله، دحضرت ابو هریره(رضی الله عنه) په روایت چې بخاري شریف روایت کړی دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) داستغفار کیفیت په ورځ کې له اوویا ځلو زیات و .

دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) داستغفار کیفیت له دوو اړخونو ډیر معتبر و، یو دا چې هغه مبارک دالله سبحانه وتعالی سره دبخښنې غوښتنې زیاته مینه وه او دویم داچې خپل اُمت ته ئې روزنه ورکوله،چې دالله سبحانه وتعالی څخه دبخښنې(استفغار دُعا) له ننواتو هیڅکله( شپه او ورځ ) غافله نشي، تل خپلې ژبې او زړونه داستغفارپه ذکر مصروف او لمدې وساتي.

هر هغه کلمات چې دالله سبحانه وتعالی نه په حقیقي توګه دبخښنې دُعا ایفاده کوي په هره ژبه چې وي روا او عبادت دی،خو کوم کلمات چې دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه روایت شوي ډیر ستر او عالې مقام لري ، له یویخوا متابعت او دویم داچې په طریقه دهغه (صلی الله علیه وسلم) سره برابر وي، تاثیر او ارزښت يې هم لوړ دی.

عَنْ شَدَّادُ بْنُ أَوْسٍ رضي الله عنه، عَنِ النَّبِيِّ -صلى الله عليه وسلم-، قال: سَيِّدُ الِاسْتِغْفَارِ أَنْ تَقُولَ: اللَّهُمَّ أَنْتَ رَبِّي لاَ إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، خَلَقْتَنِي وَأَنَا عَبْدُكَ، وَأَنَا عَلَى عَهْدِكَ وَوَعْدِكَ مَا اسْتَطَعْتُ، أَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا صَنَعْتُ، أَبُوءُ لَكَ بِنِعْمَتِكَ عَلَيَّ، وَأَبُوءُ لَكَ بِذَنْبِي فَاغْفِرْ لِي، إِنَّهُ لاَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ.

قَالَ: وَمَنْ قَالَهَا مِنَ النَّهَارِ مُوقِنًا بِهَا، فَمَاتَ مِنْ يَوْمِهِ قَبْلَ أَنْ يُمْسِيَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ، وَمَنْ قَالَهَا مِنَ اللَّيْلِ وَهُوَ مُوقِنٌ بِهَا، فَمَاتَ قَبْلَ أَنْ يُصْبِحَ، فَهُوَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ.( رواه البخاري، نسايې و…)

ژباړه: حضرت شداد بن اوس (رضي الله عنه) د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه روایت کوي: چې سیدالاستغفار دادی چې ته ووايې:اې الله(جل جلاله) ته زما رب يې، ستانه بل معبود نشته، زه تا پیداکړی یم، ستا بنده یم،څومره چې ممکنه دی زه ستا په عهد او وعده یم، دهر هغه بدیو چې له ما صادر شوي دهغې له شره تاته پناه دروړم، زه اقرار کوم په هغه نعمتونو چې تا پرما پیرزو کړي،او زه په خپلو ګناهونو اقرار کوم ماته بخښنه وکړه، له تا پرته دګناهونو بل بخښونکی نشته، مګر ته حقیقي بخښونکی دګناهونو يې.

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل:هر هغه چاچې دغه کلمات په ریښتینې توګه دزړه له کومې په ورځ کې ولوستل او له ماښامه وړاندې په همدې ورځ وفات شو، هغه جنتې دی او هر چا همدا کلمات په همدې ترتیب دشپې ولوستل او له سهار کیدو وړاندې په حق ورسید اهل جنت دی.

سپارښتنه:

داستغفار په دُعا کې لمړی دالله سبحانه وتعالی حمد او ثنا ووایاست، هغه جل جلاله په لويې یاد کړئ دهغه رحم، عفوې او کرم ته په اُمید په داسي توګه رجوع او دبخښنې عرض وړاندې کړئ ،چې د خپل ګناهونو پیټی دروند او په خپلو نیګړتیاوو دزړه له کومې په ډیر عاجزۍ اعتراف وکړئ، طلب دمغفرت وکړئ،خو په دې ټولو اموراتو کې زیات اخلاص څرګندول او صحت دنیت شرط دی، الله سبحانه وتعالی رحمن رحیم، کریم او غفور ذات دی، هغه په خپلو بندګانو له هر چانه زیات مهربانه دی، ان شأ الله غوښتونکې نه مایوسه کیږي.

اې زمونږ ربه (جل جلاله) دسیدالاستغفار په برکتونو ماته ، زما مور ،پلار او ټولې کورنۍ ته بخشنه وکړې! آمین