د ريښتینې خوښۍ په موخه لاندې ۸ چلندونه غوره کړئ!

ژباړه: محمداکبر حقمل معینزی

 

لومړی: تل د نورو خوشحالولو لپاره هڅه مه کوئ!

هغه کسان، چې تل د نورو د خوښ ساتلو په موخه هر کار سرته رسوي، حتا د نورو لپاره خپل ځان کم راولي او خپل ځان خفه کوي، نو دوی په حقیقت کې د غوره چلند ټاکونکي نه دي؛ بلکې دوی د خپلې خوښۍ ريښتیني وژونکي دي او دا کړنه یې پر ژوند بېلا بېلې منفي اغېزې اچولای شي.

 

دویم: د نورو له شتو سره مو خپل شته مه پرتله کوئ!

له کم عقلۍ بشپړه ډکه کړنه له نورو سره د ځان او مال پرته کول دي؛ په حقیقت کې دا کړنه هغه کړنه ده، چې انسان له ژوند څخه لاس په سر کوي او له ژوند څخه یې په بشپړه توګه ناهیلی کوي. غوره او بریالي انسان له ځانه لوړ وګړي د ځان لپاره الګو یا نمونه ګرځوي او پرته له منفي فکر څخه د بریا په لټه کې وي.

 

دریم: پر ځان مو ډېر بربار مه جوړوئ!

که غواړئ په ژوند کې خوښ واوسئ، نو هڅه وکړئ، چې د خپل ورځني ژوند په مهالوېش کې مو هر اړخیزې موضوع او کړنې ته پام وکړئ.

 

څلورم: په کوم ځای کې، چې باید خبرې وکړئ؛ په هغه ځای کې د خبرو کولو هڅه وکړئ!

 

هېڅ وخت مو خپل احساسات له ځان سره پټ مه ساتئ؛ تل په دې هڅه کې شئ، چې په هر اړین وخت کې مو خپل احساسات نورو ته څرګند کړئ او په زړه کې مو هېڅ کومه غوټه پرې نه ږدئ.

 

پنځم: هېڅکه پر دې باور مه اوسئ، چې ګواکي عشق او مینه له رنځ او غم سره ملګرې ده!

د خوښۍ په موخه دا هڅه مه کوئ، چې بې ارزښته او وحشتناکې پېښې او احساسات د عشق یا مینې تر نامه لاندې په ځان ومنئ.

 

شپږم: د خپل ځان داخلي یا دننه غږ اورېدونکي شئ!

د خوښ اوسېدلو په موخه تل په دې هڅه کې شئ ترڅو د زړه له اصلي غوښتنو څخه مو لرې ونه اوسئ.

 

اووم: هڅه وکړئ تر څو دا څرګنده کړئ، چې په ريښتیني ډول مو له ژوند څخه څه غواړئ؟!

د ريښتینې خوښۍ په موخه مو له ژوند څخه سترې موخې هېڅ وخت له یاده مه باسئ!

 

اتم: هېڅ وخت وېرې ته اجازه مه ورکوئ ترڅو درباندې زور شي!

له ژوند څخه د خوند اخیستلو او خوښ اوسېدلو په موخه مو هېڅ وېرې ته اجازه مه ورکوئ، چې ښکار یې شئ. له کوم څه څخه چې وېره لرئ، نو له همغه څه سره مخامخ شئ؛ وېره به مو په خپله له منځه لاړه شي.