د رڼا په لور

لیکوال امان االله نصرت

په نامه دهغه خدای مې دا بيان دی

چې يو نوم ېې په نومونو کې سبحان دی

هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو

هم د هر يوه سلطان په سر سلطان دی

رحمان بابا د خپل رب او د هغه د منلي او خوږ پيغمبر حضرت محمد ص ستاينه, يادونه, فکر او ذکر د هر کامل مسلمان له ديني فرايضو او ايماني وجايبو څخه دي چې د اسلام د سپېڅلي دين پيروان پرې مامور شوي دي۰ الله ج په خپل مقدس کتاب قران عظيم الشان کې فرمايلي چې:( فاذکروني اذکرکم واشکرولي ولا تکفرون ) همدغه راز په يوه بل ايت کې داسې راغلي چې ( الا بذکرالله تطمئن القلوب ) او په يو بل ځای کې ېې فرمايلي دي چې: ( ان الله و ملئکته يصلون علی النبي ) ذکر سره د انسان زړه سکون مومي او روح يي ډاډ ارامې او خوښي ترلاسه کوي او غښتلی کېږي نو په دې کې اخروي ثوابونه او هم دنيوي ګټې دواړه نغښتې دي او انسان په فکري لحاظ پياوړی او غښتلی کوي۰ چاته چې الله ج ګران وي او مينه ورسره لري نو هغه ته به د الله حبيب او محبوب پيغمبر ضرور ګران وي او مينه به ورسره لري، ددې مينې او ژور خلوص او عقيدت اظهار مسلمانان په بېلو بېلو لارو او طريقو کوي چې په همدې ډله کې شاعران او اديبان د سرور کائنات او فخر موجودات سره د خپل فطري او سپېڅلي محبت يادونه او څرګندونه په خپلو شعرونو او ويناوو کې په ځانګړې مينه کوي او د نعتونو په ويلو او ليکلو د خپل ګران او ستر لارښود مدحه او ستاينه کوي او هغه په ډېرو ښکلو او شاندارو لفظونو يادوي۰ ( د رڼا په لور ) دا د هغه شعري ټولګې نوم دی چې عبدالجبار جبار پکې خپلې نعتيه ويناوې او نظمونه راټول کړي او د يوې ارزښتناکې ډالۍ په توګه ېې د شعر او ادب د کاروان لارويو ته ډالۍ او وړاندې کړې او زمونږ لاسونو ته رارسېدلې ده۰ د رڼا په لور د نعتيه شعرونو ټولګه په عام اخباري کاغذ کې د پنځه سوه ټوکو په شمير په منګل کتاب کور کې د 2019 کال د ډسمبر په مياشت کې چاپ شوې او بازار ته راوتلې ده د رڼا په لور شعري ټولګه ټول 105 مخونه لري چې تر يوويشتم مخ پورې پکې د کره کتونکو او نظر د خاوندانو ليکنې مخې ته راځي او شاعري ېې له دوه ويشتم مخ څخه پيلېږي چې څلور مخونه ېې په حمديه کلامونو ښکلي شوي او نورې پاڼې ېې نعتونو, صوفيانه کلامونو, څلوريځو , رباعياتو او مناجاتو ته ځانګړې شوې دي۰ ددې شعري ټولګې تړون شاعر د خپلې خدای بښلې کورودانې په نوم کړی او ورپسې د مولانا محمد سميع الله ليک تر سترګو کېږي چې د شاعر په ادبي شخصيت او د کتاب په اړونده شعرونو ېې خپل نظر څرګند کړی دی د ښاغلي جبار په شاعرۍ کې لوستونکي د قافيوي ستونزو او د وزن او بحرونو له کمي او زياتي سره مخ کېږي چې همدې کار د شاعر فن ته زيان رسولی او د فن په تله کې ېې د هغي وزن او ارزښت کم او راټيټ کړی دی ۰ ښاغلي جبار ته زما مشوره داده چې کله هم د کتاب د چاپ اراده کوي نو پکار ده خپل اشعار کوم استاد او ماهر شاعر ته د اصلاح لپاره اوښايي تر څو په دې اړه ورسره مرسته وکړي او د شاعر لارښوونه وکړي۰ د ښاغلي جبار د رڼا په لور په شعري ټولګه کې يو شمير فني او تکنيکي کمزورۍليدل کېږي چې د نوموړي د شعر هنري ښکلا ېې پيکه او کم رنګه کړې ده او لوستونکي ټکني کوي خو د شاعر ديني احساس او مذهبي جذبه د ستايلو او يادولو وړ ده او په ډېرو ښو او ارزښتمنو موضوعاتو ېې قلم څرخېدلی دی۰ د ښاغلي جبار ( د رڼا په لور ) د شاعرۍ موضوع او پيغام خورا ښکلی خوږ او زړه ناستی دی چې په لوستونکو ژور اغيز کوي او خوښي او سکون وربښي۰ د رڼا په لور د ښاغلي محمد جبار جبار د نعتيه شعرونو ټولګه ده چې پکې د اسلام د ستر پېشوا او د کائيناتو د لوی سالار حضرت محمد مصظفی ص د لوړ شان او مقام ستاينه او ځلونه شوي او شاعر پکې سردار کونين سره د خپلې پخې او تودې مينې او ژور عقيدت څرګندونه کړې ده۰ ددې ارزښتناکه شاعرۍ پيل په حمد باري تعالی شوی او شاعر داسې خپل احساس او فکر له مونږ سره شريک کړی دی: مينه مې د پاک الله په زړه پورې نيولې ده بس نوره له زړه نه هره وېره مې وتلې ده سم مې ټول کارونه دي يقين مې پرې محکم دی ټوله اراده مې هغه ذات پورې تړلې ده بوځې په هغې لاره مې تاته چې قبوله وي دغه دعا هر وختې زما د خولې وتلې ده ستا له لورژ هر څه چې راځي زما پرې صبر دی صبر پرې کوم په سر او سترګو مې منلې ده دا چې د الله په مينه څه واېې جباره ته پوه يمه چې هر يوه خبره دې تللې ده په دې شعري ټولګه کې د نعتونو او نورو صوفيانه کلامونو، ځلوريزو او قطعاتو تر څنګ د الله ج د ستاينې او يادونې او د اجرونو او ثوابونو د حصول په نيت څلور حمديه ويناوي هم ليکل شوي او شاعر پکې د خپل رب او خالق د لويۍ او عظمت خبرې بيان کړي او د باري تعالی ثنا او صفت ېې ويلی دی، وګورۍ دا حمد شريف: په لويۍ دې زما ژبه اعتراف کړي څنګه زړه به مې له تانه انحراف کړي دا چې ژبه باندې ذکر د الله وي خيال او فکر به ېې ستا د در طواف کړي زه انسان يم ګناهونه رانه کېږي رب رحيم دی ګناهونه به مې معاف کړي نور څه نه غواړي چې خپل زړه کې ېې ځای کړي د جبار زړه دې الله په ذکر صاف کړي همدغه راز ښاغلي جبار په يوه بل حمديه کلام کې د کائيناتو د ستر څښتن او د ټولو مخلوقاتو د پيدا کوونکي او پالونکي رب ستاينه او تعريف په ډېرو ښکلو الفاظو او رنګينو جملو کې داسې کړی دی: هيڅ حاجت ېې چاته نشته بې نياز دی هم انجام دی د هر څه هم ېې اغاز دی چې خبر دی په همه و مخلوقاتو هم سامع د مخلوقاتو د اواز دی دغه ستا د قدرتونو نښانې دي ترنم دی که نغمه دی او که ساز دی پټ ښکاره ورته په يو رنګه ښکارېږي چې عالم دی او خبر د زړه په راز دی ستا په ذکر کې جبار لېونی ښه دی ستا د عشق د لېونو دغه انداز دی ښاغلي جبار په خپلو شعرونو کې له حبيب کردګار اقای نامدار حضرت رسول اکرم ص سره په يوه ښکلي نعت شريف کې د خپلې ژورې مينې اظهار په ډېر خوږ انداز کوي او وايي: ستا د ژوند ټول عادتونه هغه ټول حقيقتونه اوس نفر پرې رالی نه شي شول خواره محبتونه عظمتونه خو ول سا دي په سلام شول عظمتونه د جنت زيری په تا دی واړه ستا دي جنتونه رحمه اللعالمين شوې دا ه مونږ دي رحمتونه محمد جبار جبار د د بشري قافلو د لوی رهبر د راتګ په اړه خوشالي څرګندوي او په ډېرو رڼا رڼا لفظونو کې دا بختور زېږون ستايي او د اسلام د عظيم پيغمبر د ټول عالم لپاره د رحمت زيری ګڼي او وايي: توره تياره وه په راتلو چې ېې رڼا جوره په توره شپه شپه کې چې برېښنا ېې د سبا جوره شوه دا خو دنيا ته رڼاګانې راغلې جفا پناه شوه وفاګانې راغلې انسانې ژوند ته ښکلاګانې راغلې اوس خو په شونډو خنداګانې راغلې په تور خزان کې د سپرلي ښکلې فضا جوړه شوه په توره شپه شپه کې چې برېښنا ېې د سبا جوره شوه جبار صيب په يوه بل نعت کې د خپلو احساساتو او جذباتو اظهار په لاندې ډول کوي او وايي: غلامان چې ستا د در وي هغه خلک معتبر وي هم الله ترينه راضي وي تابعدار د پيغمبر وي د نېکۍ لار چې اختيار کړي د الله هم پرې نظر وي چې اخلاق ېې برابر وي د حضور به پرې اثر وي چې جبار جانان ته ورشي هغه ورځ به پرې اختر وي که مونږ د ښاغلي جبار د شاعرۍ په ادبي کمزوريو او فني نيمګړتياوو سترګې پټې کړو نو زه يو ځل بيا تکراروم چې د نوموړي ديني احساس او ايماني جذبه په ډېرو ستايلو ارزي او نوموړي په شعوري ډول د خير او ثوابونو په لار د تګ هڅه کړې او له خدای ج او د هغه له رسول سره ېې د خپل زړه د ژورې مينې د څرګندولو په پار ددې کتاب پانې تورې کړي او زمونږ مخې ته ايښې دي۰ د جبار صيب په مخ د پرمختګ او د شاعرۍ لوړو پوړيو ته د رسېدو دروازې پرانستې دي که نوموړی خپلې ادبي هڅې او هلې ځلې همداسې ګړندۍ وساتي او او د استادانو او ادب پوهانو له لارښوونو او تجربو ګټه واخلي نو زه يقين لرم چې شاعري به ېې ښه او په تول پوره شي او په خپل ادبي سفر کې به بريالی پر مخ ولاړ شي۰ زه محترم محمد جبار جبار ته ددغه شعري ټولګې د چاپ مبارکي وايم او نوره پرېکړه تاسو درنو ښاغليو ته پرېږدم چې د نوموړي فن ته په کوم نظر ګورۍ او څه ډول قضاوت پرې کوۍ۰ ستر رب دې د ښاغلي جبار د شعر دنيا رنګينه او له خوندونو ډکه لري۰

په ډېر درنښت