د ریاضي ښوونکي له یوه زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه

ژباړه: حامد حقمل

په کور کې څو کسان یاست؟

زده کوونکي ځواب ورکړ پنځه کسان

ښوونکی: ښه که چېرې په یوه کوټه کې پنځه کسان وي نو د پښو شمېر به یې څو وي؟

زده کوونکي تر څو ثانیو ځنډ وروسته په لوېدلي غږ ځواب ورکړ اووه (۷) پښې!

ښوونکي په تونده لهجه وویل: څو ځله مې تاسو ته ویلي دي چې درس وایئ؛ دا څنګه ممکن دی، چې په یوه ګوټه کې د پنځه ( ۵) کسان وي او د هغه د پښو شمېر د اووه (۷) شي !؟

۵ په ۲ کې ضرب کړه مساوي په لسو (۱۰) کېږي نه اووه (۷)!

زده کوونکي په ډیره عاجزۍ وویل:

ښوونکی صاحب!

ټول خلک دوه (۲) پښې نه لري.

د پلارمې دواړه پښې د ماین په چاودنه کې پرې شوې دي، او کوچنۍ خور مې هم یوه پښه پرې شوې ده.

که چېرې دې دغه سوال زما د ورور د واده څخه مخکې کړی وئ، نو زما ځواب به څورلس (۱۴) وو.

کله مو چې د ورور واده راوړلو، نو زموږ موټر په لاره کې په ماین برابر شو؛ مور او ورور مې پکې شهیدان شول او د پلار مې دواړه پښې پکې له منځه لاړې او د کوچنۍ خور یوه پښه پکې له منځه لاړه.

اوس موږ پنځه نفره یو د پښو شمېر اووه دی نه لس