د ریال ماډریډ فوتبال لوبډلې د اسپانیا سوپر کپ وګاټه

د رسنيو د راپورونو له مخې، ریال ماډریډ د سعودي عربستان په ریاض ښار کې اتلتیکو بیلبایو ته د ۲-۰ په ماتې ورکولو سره د دولسم ځل لپاره د اسپانيا سوپر کپ اتلولي خپله کړه.

په دې لوبه کې موډریچ په ۳۸مه دقیقه کې او کریم بنزما په ۵۲مه دقیقه کې د پنالټي له لارې ګول وکړ او د اسپانیا د سوپر کپ اتل شو.