د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له رئیس سره لیدلي

‏د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال ته د خپل سفر په ترڅ د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له رئیس نایل اولپک او یو شمېر ترکي سوداګرو سره لیدلي.
د ارګ پر ټویټر لیکل شوي، چې په دې کتنه کې پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې هم خبري شوي دي.