د زابل مسؤلین وایي، د کابل  کندهار لویې لارې امنیت د ډاډ وړ دی

د زابل د امنیت امر سمونمل احسان ملامت وایي له تيرو څو اوونيو راهيسي د زابل په اړوندو سیمو کي د وسله والو د خوځښتونو د ځپلو لپاره پوځي عمليات ترسره کړي، چي په ترڅ کي يې ګڼي سيمي له وسله والو څخه پاکي کړي دي.

د زابل د امنیت امر ددغه لويي لارې مسافرو ته د امنیت د ټېنګښت ترڅنګ د هغو وسله والو د ځپلو ګواښ وکړ، چي عامو خلکو ته ستونزي جوړوي.

طالب وسله والو تر اوسه د زابل د امنیت امر دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چي ډېر کله د زابل په مربطاتو کي د ناامنیو له امله موټر چلوونکي او ددغه لويې لاري مسافر شکایت کوي.