د زده‌کوونکو لپاره د مطالعې اغېزمن ميتودونه

ژباړن: احسان‌الله لمر

 

د PQRST ميتود

د حافظې او يادښت په برخه کې زيات متخصصان په دې باور دي چې د PQRST ميتود د مطالعې لپاره له غوره ميتودونو څخه دی. دغه ميتود له زده کوونکو سره مرسته کوي چې له خپلو حافظو څخه معلومات په غوره شکل لاسته راوړي. د PQRST له لاندې کلمو څخه اخيستل شوی دی:

 

P (Preview) وړاندې کتنه

Q (Question) پوښتنه

R (Review/Read) بيا کتنه/لوستنه

S (State) بيانونه

T (Test) ازمايښت

د دې لپاره چې يوه اغېزمنه او ګټوره مطالعه ولرو، دغه ټکي لاندې يو يو تر بحث لاندې نيسو:

 

وړاندې کتنه (Preview)

 

له وړاندې کتنې څخه موخه دا ده چې د يو څپرکي د ټولو محتوياتو په اړه يوه ټوليزه او جامع کتنه ولرو. دغه کتنه چې د اصلي مطالعې څخه وړاندې ترسره کېږي، پنځه دقيقو څخه زيات وخت نه نيسي. وړاندې کتنه په لاندې ډول ترسره کوو:

 

لومړی د څپرکي لنډيز چې د زياتره کتابونو په پای کې ورکړل شوي وي، بايد ولوستل شي. په دې سره د څپرکي په عمده ټکو باندې پوهيدلی شو.

سريزه بايد ولوستل شي.

د دې څپرکي سرليکونه بايد ولوستل شي.

که چېرې د کتاب په پېل کې د دې څپرکي سرليکونه راوړل شوي وي، هغه دې ولوستل شي.

له پورتنيو کارونو وروسته په څپرکي يو ځغلنده نظر واچوئ. په تېره بيا سرليکونه، انځورونه، ګرافونه او جدولونه تر نظر تېر کړئ.

د دې کتنې په بشپړولو سره به مو په ذهن کې د ټول څپرکي د محتوی په اړه يو جامع انځور منځته راشي.

 

پوښتنه (Question)

 

د لوستل شويو معلوماتو په اړه له ځان څخه د پوښتنو ترسره کول، د دې معلوماتو د يادولو له غوره لارې څخه دي. ځينې کتابونه د هر څپرکي په پای کې د هغه څپرکي د موضوعاتو په اړه پوښتنې هم لري. که چېرې ستاسو کتاب هم دغه ډول پوښتنې ولري، لومړې د څپرکي د پيلولو وړاندې دغه پوښتنې هم ولولئ. وروسته چې تاسو د څپرکي اصلي محتوی په اړه د لوستلو په جريان کې وئ، نو ذهن مو هم د کتاب په تورو کې د هغه پوښتنو د ځواب کې لټه کې وي.

 

لوستنه/بيا کتنه (Read/Review)

 

له هغه وروسته چې د وړاندې کتنې او له ځان څخه د پوښتنو مرحلې مو بشپړې کړې؛ نو اوس هغه وخت راغلی چې چپتر له يوه سره په لوستلو پيل وکړئ.  د لوستنې په جريان کې يادښتونو (نوټونو) له نيولو او د عبارتونو له نښاني او هايلايټ کولو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه چې په دې مرحله کې ستاسو ټوله پاملرنه بايد د لوستل کيدونکې موضوع مفهوم ته وي. کله مو چې د لوستل کيدونکې موضوع يوه برخه ولوسته نو اوس هغه وخت راغلی چې بيا په هغې برخې له سره پيل وکړئ، مهم او عمده برخې يې نښاني (لاندې کرښې باسل يا هايلايټ) کړئ. د دوهم ځل لوستلو ګټه دا ده يو به مو مهم ټکي په نښه کړي وي او له بلې خوا به مو د دوهم ځل لوستلو سره د اړوندې موضوع مفهوم لا په ښه بڼه اخيستي وي. په لنډه توګه ويلی شو چې د يو برخې د لوستلو يا بياکتنې مرحله په لاندې ډول ترسره کوو:

 

يوه برخه د نوټ او نښاني کولو څخه پرته ولولئ.

د دې برخې د لوستلو وروسته بيا په دې برخې باندې راوګرځئ او په پوره پاملرنې او فکر سره تر ټولو مهم او عمده ټکي يې نښاني/يادښت کړئ.

له دې وروسته بله برخه هم د نښاني او نوټ نيولو څخه پرته ولولئ.

بيا په همدې برخې راوګرځئ او تر ټولو مهم او عمده ټکي يې يادښت او نښاني کړئ.

بيانونه (State)

 

له هغه وروسته چې د لوستنې/بياکتنې مرحله بشپړه شوه، د بيانونې مرحلې نوبت راځي. اوس بيا د څپرکي په لوستلو پيل وکړئ او مهمو پوښتنو ته که ممکنه وه، په غږيدونکې بڼه ځواب ورکړئ. په دې مرحله کې د شرم احساس مکوئ، چې ګواکې ستاسې په اطاق يا شاوخوا کې بل ملګری به ستاسو په اړه څه فکر کوي. دا اړينه ده چې د مطالعې نږدې نيمايي وخت مو دې مرحلې ته ځانګړئ کړئ.

 

ازميښت (Test)

 

کله مو چې پورتنۍ څلور مرحلې بشپړې کړې، نو د ځان ازمويلو جالبه مرحله رارسېږي؛ تر څو له ځان څخه په پوښتلو او سم ځواب وړاندې کولو سره په دې ډاډمن شئ چې هغه څه مو چې لوستي دي، تر زياتې کچې پورې مو خپل ذهن ته سپارلي. د ځان ازمويلو په پار د څپرکي محتوی ته بيا مخه کوو او د محتوی له منځه له ځانه پوښتنې ترسره کوو. له ازموينې څخه وړاندې د ځان ازمايښت هم يوه اغېزمنه او ګټوره چاره ده او د ازموينې لپاره ډېره اغېزمنه تمامېږي.

 

د لوسي (Loci) ميتود

 

«لوسي» چې يوه لاتيني کلمه ده او مانا يې «ځايونه» دي، د متنونو او عبارتونو او هم د ويناوو د يادولو لپاره له پخواني او اغېزمن ميتود څخه دی. په دې ميتود کې د مطالعې پرمهال د يو اشنا ځای په اړه تصور کوو. کله چې د ازموينې پرمهال د اړوندې موضوع په اړه سوچ کوو، نو تصور شوی ځای به درته د حافظوي کيلۍ په توګه کار ورکړي او ذهن ته به د هغې موضوع په راوستلو کې درسره مرسته وکړي.

 

دغه ميتود چې له يو پخواني ميتود څخه دی، داسې ويل کېږي چې د پخواني روم د يو شاعر (سیمونيدز) له لورې منځته راغلی دی. سیمونيدز له نورو ميلمنو سره د ماښامنۍ په خوړلو بوخت و، چې ورباندې د کور چت پرېوته او له دې پيښې څخه يوازينی ژوندی وتلی شخص دی. سيمونيدز کولی شول چې هغه اشخاص هم وپيژني، چې له ويجاړۍ څخه وروسته يې جسدونه د پيژندنې څخه وتلي وو. نوموړي د لوسي ميتود (د دوی د ناستې ځای د تصورولو) پوسیله زيات تخريب شوي جسدونه چې د پيژندنې څخه وتلي وو، تشخيصولی شول.

 

دغه ميتود د يوناني او رومي ويناوالو له لورې د يادښتي وسيلې په توګه کارول شویدی. دوی پرته له دې چې له ځان سره ليکلي يادښتونه ولري، د لوسي ميتود څخه په کار اخيستنې به يې روانې ويناوې کولې. د هغه اشخاصو لپاره چې تخيلي او تصوري وړتيا يې زياته وي، دغه ميتود زيات اغېزمن تمامېږي. د دې لپاره چې په دې ميتود باندې زيات وپوهېږئ، لاندې بېلګه په پام کې ونيسئ:

 

د يو ځای په اړه چې تاسې ورسره پوره اشنا وئ، تصور وکړئ، لکه ستاسو خپل کور.

خپل کور کې د نورو موقيعتونو په اړه په ترتيب سره تصور وکړئ، د بېلګې په توګه لومړی د کور له عمومي دروازې وردننه شئ، بيا انګړ څخه تېر شئ، بیا بلې دروازې ته ځان ورسوئ، له هغه وروسته دهلېز، پخلنځی، تشناب، اوسیدو خونه او د خپلې خونې پرنيچر او نورې کوچنۍ اجزاوې تصور کړئ.

د خپل متن/وينا هره برخه د پام کې نيول شوي موقيعت له هرې برخې سره ونښلوئ.

هر کله چې په متن کې وړاندې ځئ، په تصور کې نيول شوی موقيعت کې هم وړاندې حرکت کوئ. هر موقيعت ته په رسیدو سره به د اړوندې موضوع مختلفې برخې ستاسو ذهن ته لار پیدا کوي.

د پيرو هېواد عمده صادرات له وړيو، اوسپنې، مس، سرب، سپين زر، مالوچو او کافي څخه دي. په لاندې ډول د لوسي ميتود څخه په کار اخيستو د پيرو هېواد عمده صادرات خپلو حافظو ته سپارو:

 

«کله چې د کور له عمومي دروازې دننه شو په انګړ کې د کور دروازې څنګ ته په ګڼو وړيو پوښل شوی پسه تړل شویدی، کله چې د خپل کور دهلېز ته وردننه کېږو لومړی مو سترګې په هغه اوسپنېزه زينه لګېږي چې دوهم منزل ته پرې ختلی شو. بيا چې وړاندې ځئ د اشپزخانې له خلاصې دروازې څخه د خوړو مسي لوښي په نظر درځي. له دې وروسته د خپلې اوسيدو کوټې ته ننوزئ او هلته درته په فرش باندې پراته پنسل په نظر درځي، چې پکې د سرب څخه کار اخيستل شويدی او بيا د قهوې څښلو پرمهال خپلې سپين زرو ګوتمۍ ته هم متوجې کېږئ.»

 

اوس نو که د ازموينې پارچې ته ناست وئ او پوښتنه هم درته د پيرو د صادراتو په اړه راغلي وي، نو د خپل کور ته په ننوتلو د وړين پسه ليدو، بيا په اوسپنيزه زينه کې د ختلو وروسته په اشپزخانه کې د مسي لوښو د ليدلو او بيا د خپلې اوسیدو په کوټې کې د پنسل ليدو او بيا د کافي څښلو پر مهال مو په ګوته کې سپينو زرو ګوتمۍ ته د متوجه کيدنې په تصورولو سره به تاسو ته د پيرو هېواد صادرات يو په يو ذهن ته درشي.

 

په دې ميتود سره کولی شو چې په ځانګړې توګه لېست کيدونکي او  نور ورته مطالب په اغېزمنه او بهتره توګه حافظې ته وسپارو. د دې ميتود څخه په کار اخيستو سره له خپل کور څخه بغېر نور موقيعتونه لکه ستاسو کاري دفتر، دکان، مغازه، پارک، د ملګري کور، يو ځای ته سفر او داسې نور هغه موقيعتونه هم په ذهن کې راوړلی شئ، چې تاسو ورسره ښه اشنا وئ. په دې ميتود کې دا اړينه نده چې يو موقيعت له بل څخه په څومره واټن کې دی، بلکې د دې موقيعتونو توپير او له يادول کيدونکې موضوع سره يې اړيکه اړينه ده.

 

که چېرې د يادول کيدونکو مطالبو شمېر زيات (۱۵-۵۰) پورې وي، د لوی موقيعت د انتخابولو وروسته په هر موقيعت کې څو څو مطالب هم ځايولی شو، لکه پورتنۍ بېلګې کې مو چې په يوه خونه کې درې (سرب، سپين زر او کافي) مطالب ځای کړل.

 

په مطالعې کې له دخالت څخه مخنيوی وکړئ!

 

جېل او ايلاين چې د پوهنتون دوه ټولګيوالې وې، دوی د جمعې په ورځ د فرانسوي ژبې ازموينه درلوده. کله چې د پنجشنبې په شپه جېل خپله مطالعه بشپړه کړله، خپل کمپيوټر ته يې مخه کړه او هلته يې د جرمني ژبې په ځينو اصطلاحاتو باندې کار وکړ او مخکې له دې چې د خوب بستر ته لاړه شي، د فیشن مجله او د خپلې خوښې تلويزيوني خپرونه يې هم وليده او بيا يې د اقتصاد کتاب باندې هم يو ځغلنده نظر واچوه. خو ايلاين بيا د فرانسوي ازموينې لپاره د کتاب له بشپړولو وروسته سمدستي خوب بستر ته لاړه.

 

کله چې په سبا دوی پخپلو منځونو کې د ارزيابۍ په موخه د فرانسوي مضمون پوښتنې سره کولې، په ډاګه شوه چې د جېل په پرتله ايلاين له دې مضمون څخه زيات څه حافظې ته سپارلي وو. د دې لامل دا وو چې جېل د مطالعې له بشپړولو وروسته داسې کړنې ترسره کړې وې، چې د هغې له مطالعې سره يې دخالت کړی او د هغې مطالعه يې تر اغېزې لاندې راوستې وه. د څيړنو له مخې که چېرې غواړئ مطالعې څخه غوره لاسته راوړنه ولرئ، نو د شپې لخوا د مطالعې له بشپړولو سمدستي وروسته ويده شئ او داسې مطالعه مه ترسره کوئ، چې د ستاسو د مطلوبه مطالعې سره په دخالت کې واقع شي. جېل چې کله پنجشنبې په شپه خپله مطالعه بشپړه کړه نو د جرمني ژبې اصطلاحاتو او نورې مطالعې سره يې خپل ذهن مغشوش کړ او د دې پرځای چې په مطلوبه مضمون باندې يې ذهن تمرکز وکړي، ذهن يې څو ځايه په کار واچوه؛ ځکه يې د ايلاين په پرتله د مطالعې پايله هم دومره ښه نه وه. لنډه دا چې هر څومره د يو مضمون د ازموينې لپاره د مطالعو وختونو تر منځ په مشابه فعاليتونو باندې مصروفېږئ، هماغومره به ستاسو مطالعه هم ورسره کمرنګه کېږي. د بېلګې په توګه که چېرې تاسو د لاتيني ژبې ازموينې ته درې ساعته وخت ولرئ او د لاتين مطالعې د بشپړولو وروسته د يوناني ژبې مطالعې ته مخه کړئ، نو په لوی لاس به مو خپله مطالعه بې ګټې کړي وي. ځکه چې د لاتيني او يوناني ژبو تر منځ زيات مشابهت د دې لامل کېږي چې د دې دوو مضامينو د محتواګانو تفکيک درته ستونزمن شي او د ازموينې پرمهال به له ذهني مغشوشتيا سره مخ وئ.

 

يوه بله مهمه مسله دا ده چې دوه نسبتاً ورته مضمونونه بايد په عين موقيعت کې ونه لوستل شي. د بېلګې په توګه د پتولوژي مضمون په چمن (پارک) او د فارمکولوژي مضمون د اوسيدو په خونه کې لوستلو سره به مو له ذهن سره مرسته کړي وي چې دواړه مضمونونه په جداګانه توګه په خپل ذهن کې ځای کړئ.