د زده کړو مخنيوى د ناپوهۍ د دروازو پرانيستل دي

د علم زده کړه پر نارينه او ښځينه دواړو فرض ده. همدا زده کړه او پوهه ده، چې انسانان د جهالت او ناپوهۍ له تورو تيارو څخه ژغوري او د پرمختګ پر لورې بيايي.

پوهه دانسانانو دماغ ته وده ورکوي، چې ورسره د نړۍ اختراعات او پرمختګونه، چې نن يې مونږ او تاسو وينو، ټول د همدغه علم او پوهې له لارې ترلاسه کېږي، خو له بده مرغه، چې نن ورځ د هېواد د خاورې، علم، پوهي او سوكالۍ دښمنان زمونږ ماشومان له دې نعمت څخه بې برخې کوي او غواړي، چې زمونږ نوي او راتلونکي نسل له سواد څخه بې برخې شي او له دې سره زمونږ د هېواد د پرمختګ مخنيوي وکړي. افغانان د تېرو لسيزو جنګ اوجګرو په موده کې د ناپوهۍ، جهالت او له سواد څخه ددوي د بې برخې کولو ترخه تجربه لري، که چيرې په هېواد کې د علم کچه لوړه واي او يا وي، نو هغه تيرې شوې بدبختۍ به پر مونږ نه راتلاي. ټولو افغانانو ته لازمه ده، چې د پوهې کاروان، د پرمختګ تر منزله بدرګه کړي. اوس دې افغانان نور د پردو په لمسون نه تېر وځي او بايد له تېرو ترخو تجربو دا زده کړي، چې په افغانستان کې د زده کړو بهير و نه دروي،بلکې د عام ولس د ذهنيتونو د روښانه کولو لپاره هر اړخيزې هڅې پېل کړي.

د خوښۍ ځاي دي، چې ډېر افغانانو دا مهال د بيسوادۍ او ناپوهۍ د له منځه وړلو په موخه مبارزه پيل کړې ده او هم ډېر خلک په دې پوه شوې دي، چې بې له پوهې ژوند ستونزمن او ګران دى. همدا وجه ده، چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره ښوونځيو او ديني مدرسو ته لېږي، خو پر دې سربېره هم د هېواد په چارو کې د پردېو لاسوهنه له ورايه محسوسېږي، په هېواد کې د نجونو ښوونځي لا هم د تړلو له ګواښ سره مخامخ دي او په اکثرو نا امنو سيمو کې هم د نجونو ښوونځي تړل شوي دي، چې له دې سره ګڼ شمېر نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي. پوښتنه داده، چې آيا د اسلام مبارک دين ښځو ته د زده کړو اجازه ورکوي؟ هو، ځکه په نبوي حديث شريف کې په ښكاره ويل شوې دي، چې د علم زده کړه په پرنارينه او ښځينه دواړو فرض ده. آيا مونږ نه غواړو، چې ښځينه ښوونکي، ډاکټران او په نورو برخو کې متخصصينې ولرو؟ په يقين سره، چې بايد يې ولرو. ځکه د اسلامي اصولو په مراعتولو کې، نجونې به مو د زده کړو په مرکزونوکې ښځينه ښوونکې ولري، خويندې او ميندې مو، چې په ځينو ناروغېو اخته کيږي، د ښځينه ډاکټرانو له خوا به يې درملنه وشي او همدا راز په نورو ورته کارونو کې، چې ښځينه برخې ورته اړتيا ولري، ښه به وي، چې ښځينه کارکوونکي ولرو.

له يادو خبرو جوتېږي، چې د علم پر وړاندې خنډ او ځنډ، د افغانانو کار ندي، بلکې دا د هغو هېوادونو کړنې دي چې د افغانستان د پرمختګ په مخنيوي او د ناامنيو په رامنځته کولو کې لوي لاس لري، ځکه دوي تل خپله اقتصادي پياوړتيا د افغانانو په وروسته پاتې والي کې ګوري. د يو ملت وژنه د هغوي پر مخ د علم او پوهې ورونه تړل دي. ددوي پر وړاندې د زده کړو د بهير بندول ، يعنې د جهالت د ورونو پرانيستل دي، نو هر افغان ته ښايي، چې له خپلې ټو لنې د جهالت ټغر ټول او هر يو ته د پوهې مشال په لاس ورکړل شي، تر څو وکولاي شو، خپل هېواد د پرمختللو هېوادونو سره سيال کړو.

شیرمحمد امیني ستانکزی