د زده کړې دری مهمې نظریې

لیکنه :  مصور برکت

ډیری زده کوونکي د یوې موضوع او یا یو خاص علم له زده کړې سره ستره ستونزه لري او نه شي کولای چې په سمه توګه یې تر خپل ذهن تیر او زده کړي. خو روان پوهان وایي چې د ټولو انسانانو ذهنونه یو ډول دي، مګر خبره دا وي چې ځینې وګړي خپل ذهنونه یا په کار نه اچوي او یا هم د یوې موضوع زده کړه ورته سخته ښکاري. دا له حقیقته لرې هم نه ده چې د یوې موضوع زده کول آسانه کار نه دی، خو ستونزه داده چې دا ډول کسان په هغو تخنیکونو او لارو چارو یا نه پوهيږي چې د هغه په واسطه یو څه زده کیږي او یاهم د ښوونکي له لوري ورته ورښوودل شوي نه وي. د افغانستان په څېر ټولنه کې – چې له یوه لوري زده کوونکي، ښوونکي او د هغوی کورنۍ له یوه ستر ناورین یانې ناامنۍ سره مخامخ دي؛ له بل لوري په دې ډول ټولنو کې داسې مسلکي ښوونکي ډیر کم دي چې هغوی دې په مسلګي توګه روزل شوي وی- د زده کړې د ور ښوودلو لارې چارې په ډيره سختۍ سره پلې کیږي نو همدا لامل دی چې زده کړه په سطحي کچه د شاګردانو تر ذهنونو پورې رسول کیږي او اوږد اغېز نه لري. خو له دې ټولو سربېره بده داده چې ډېری مسلکي استادان هم د ورزده کولو اصلي او عملي مهارتونو باندې په سمه توګه یا نه پوهیږي او یا هم ورته پاملرنه نه کوي.

معمولا،ً په ټوله نړۍ کې د ښوونکو په توګه هغه څوک ګمارل کیږي چې علمي وړتیا یې تر نورو ښه وي، ځیرک وي او په هر ډول مهارتونو سمبال وي؛ خو له بده مرغه په ګران هیواد افغانستان کې بیا دا لورېینه سرچپه ده او د ښوونکي دنده هغه چاته ورکول کیږي چې تر ټولو ټیټه علمي پانګه ولري او حتې په کانکور ازموینه کې تر هرې بلې پوهنځی د ښوونکو د روزنو د پوهنځیو او پوهنتونونو نمره په مراتبو ټیټه وي.

په هر حال، په دې لیکنه کې به د زده کړې هغه دری نظریې (تیوریانې) تشریح شې چې په معاصره نړی کې پیژندل شوې او په زده کړه کې ترې ګټه اخستل کیږي. دغه لارې یا نظریات په ټوله کې، انسان دې ته متوجه کوي چې له کوم ډول ستونزمن حالت څخه په کومه لاره ځان وباسې چې یو څه زده او په ورځني ژوند کې یې په هغه پیمانه چې ښایی پلې کړي. د دې نظریاتو نمونه Behaviorism ، Cognitivist او Constructivism دي.

سلوک پالنه (Behaviorism): په اصل کې دا یوه ډيره پخوانۍ، له جنجالونو او ستونزو ډګه تیوري ده. د دې تیوری عالمان وایې چې زده کړه له یو انسان څخه بل هغه ته د عادت په بڼه انتقالیږي او د دې تیوري په اساس ټول انسانان له یو بل څخه د خپلو اخلاقو په تغییر سره زده کړه کوي. دلته د اخلاقو له تغییر څخه مطلب دا دی چې یو ماشوم حتمي د خپلو مشرانو کړو وړو ته متوجه کیږي، غوږ نیسي او د خپلو مشرانو او نورو له سلوک او کردار څخه اغېزمنیږي او هم هغه کردار او افعال بې له دې چې کوم تغییر ورکې راولي کټ مټ یې تکرار وي. د دې تیوري له مخې زده کړه انسان په خپله په داسې حال کې کوي چې له نورو انسانانو افعال او کردار را کاپې کوي او هیڅ شي ته تغییر نه ورکوي.

د دې تیوري ستره ستونزه داده چې انسانان نوښت ته نه پریږدي او همیشه د (بابا) په لار روان وي. له دې ور هاخوا، د دې تیوري تعقیبوونکي هېڅکله د ستونزو د حل له پاره سم فکر نه شي کولای او کوښښ کوي چې هر ډول ستونزې ته یوه حل لاره وړاندیز کړي. بله ستره ستونزه یې داده چې د دې ډول تیوري پلوه انسانان زده کړه د یوه ټاکلي هدف، وخت او کار له پاره ترسره کوي نو همدغه لامل دی چې دوی نه شي کولای خپلو زده کړو ته عملي بڼه ورکړي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړي او میخانیک وي له بل لوري یې زده کړي په ذهن کې ځای نه نیسي او د یو لنډ وخت له پاره یې په ذهن کې ځای په ځای کیږي. په خواشینۍ سره باید ووایم چې په ګران هیواد افغانستان کې له ۹۰ تر ۹۹ سلنه همدا تیوري واکمنه ده چې په پایله کې مو د هیواد برخلیک د داسې خلکو په لاس ورغلی چې د هر درد له پاره یوه ناچلیده نسخه کاروي. د دې تیوری ډیری لارویان بدنیتي، مغروره، چې نه کار هلته کارلټوونکي، په تنګ ژوند او هروخت له ستونزو تیښته کول یې ځانګړتیاوي وي.

عقل پالنه (Cognitivism): دا د سلوک پالنې سره سره، یوه بله تیوري ده چې باور کیږي د دې پلویان او تعقیبوونکي تر ډیره پر خپل ځان فشار ور وړي ترڅو یو څه زده کړي. د دې تیوري عالمان باور لري چې انسان په خپل ذهن کې یو څه لري او هغه یوازې تازه کوي ترڅو زده کړه ترې را ووزي. په اصل کې د دې لارې یا تیوري پلویان وایې چې زده کړه هغه وخت واقع کیږي چې یو انسان د یو شي په مانا سم پوه شي او په ذهن کې ځای ورکړي. د دې تیوری خاوندان د هرې ستونزو د حل له پاره یوازې یوه حل لاره ټاکلی شي او بس.

دا تیوري ستونزه نه لري خو یوازې د انسان په ذهن ډیر فشار راوړي ترڅو د یوې موضوع په اړه هر اړخیز معلومات ترلاسه او بیا اصلي موضوع ته په ذهن کې ځای ورکړي. د دې تیوري پلویان په افغانستان کې شته خو ولی د پوهیدو او استعمالیدو په صورت کې په ځان نه پوهیږي چې ګواکې موږ عقل پالنې تیوري تعقیبوو. د دې تیوري ډیری پلویان د ستونزو ډير په غم کې نه وي، حوصله یې زیاته وي، د نورو خبرو ته ډېر غوږ نه نیسي، هر وخت له ذهنې فشاره کړیږي او ګوښه نشیني یې ځانګړتیاوې دي.

جوړښت پالنه (Constructivism): دا نو تر ټولو ګټوره او اساسي تیوري ده. دا د آزاد خیالو تیوري ده، په دې تیوری کې هر نوښت او تجربې ته اجازه شته. معمولاً د دې تیوري پلوه کسان نه افراط کوي او نه هم تفریط.

هر وخت کوښښ کوي چې نښه په منځ وولي؛ هر هغه څه چې منطقي نه وي او ذهن ته د منلو نه وي د زده کړي له پاره یې مناسب نه بولی او نه یې هم زده کوي. معمولاً د دې تیوري پلویان له تجربو زیاته ګټه پورته کوي. نوښتونه، نوې حل لارې او مناسب مهارتونه د دې تیوری تعقیبوونکو اصلي او اساسي موخې وي. په اصل کې له هرڅه یو نوی شي زده کوي او د هر ډول ستونزې له پاره ډېر زیاتې او مناسب حل لارې لټوي.

دلته زده کوونکي ته دا مهمه نه ده چې یوه موضوع په کومه لاره څنګه زده کړي دلته زده کوونکي ته مهمه دا ده چې یوه موضوع د څه له پاره زده کوي، آیا کوم منطقي تسلسل لري، ګټه به یې څه وي، څنګه یې په ورځني ژوند کې کارولای شم او … مطلب دا نه دی چې څه شي نه زده کوي مطلب دا دی چې که هرڅه زده کوي نو په عملي توګه د هغوی کارونې ته هم ځای لټوي. د دې تیوري له مخې زده کوونکی ډیر خود مختار دی او هرڅه چې زده کوي د زده کړل شوې تیوري په اساس یو نوی شی هم رامنځ ته کوي لکه یوه مشخصه پلټنه، علمي تحقیقات او د مشکلاتو حلول. له بده مرغه چې په ګران هیواد کې زده کوونکو ته د داسې زده کړې زمینه تراوسه نه ده برابره شوي، دا په داسې حال کې ده چې بهرنۍ نړۍ ټوله په دې هڅه کې ده چې ټولې زده کړې یې د همدې تیوري له مخې پرمخ ولاړې شي.