د زده کړې په اړه تجربي او عملي میتودونه

لیکوال: جمشید عمر

د زده کړې لپاره موږ د دریو څیزونو سره مخ کیږو، انګیزه، شوق او علاقه او د شخص فعالیت. همدا څیزونه په اتلسمه پېړۍ کې روسو او ډیری استادانو او روانشناسانو په شلمه پېړۍ کې  تر مطالعي او څیړنې لاندې ونیول. امیل د رسو اثر دی، چې د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ پکې د تجربې میتود هم شته. دغه میتود په اولسمه پېړۍ کې د دکارت لخوا وړاندې شو، چې تر کتابونو او مکتوبونو یې د شخص عملې کار او تجربې ته ارزښت ورکاوه، یعنې ویل به یې چې تر نظریي کار عملي کار بهتره دی.

یو وخت به په مکتبونو کې نظریي درسونه تدریس کیدل او زده کوونکو ته چانس پکې نه ورکول کیده؛ خو اوس ورو ورو تجربي او عملي میتود ته کار روان دی. دلته زموږ په هیواد کې تر اوسه هم د نظریي میتود څخه ګټه اخیستل کیږي. همدا علت دی، چې زده کوونکی چې سبا ټولنې ته وړاندې کیږي حتی د دوو خبرو کولو جرت هم نه لري پاتې شو عملي کار.

روسو امیل ته اجازه ورکوي، هغه ځمکه یې چې مخکې نرمه کړي په هغه کې لوبیا وکري، هغه اوبه کړي او  هغه خوند چې د لوبیا د ودې څخه ورځ په ورځ اخلي احساس کړي. دلته امیل ته وایی چې دا ستا دي او هغه دي ته متوجه کوي، چې خپل وخت، انرژي او کوشش، زحمت او خواري او بلاخره خپل ځان دي کار ته وقف کړی دی. دلته روسو امیل ته دا نه وایی چې لوبیا داسې کرل کیږي، بلکې ورته یې په اختیار کې ورکوي چې په خپله یې وکري. بیا هم زموږ استادانو ته مخ اړول کیږي، چې که د زرعت محصل ته د لوبیا او یا بل څه تیوري ورکړئ؛ نو ددي نه ښه ده، چې همدا لوبیا په اختیار کې ورکړئ، چې په کور کې تجر به کړي او خوند تري واخلی.

رشبلاو هم د روسو نظر تاییدوی او وايي، چې کوشش مه کوئ چې د ماشوم ذهن د نظري علومو څخه ډک کړئ، بلکې دا هنر زده کړئ چې څنګه د ماشوم سره رویه وکړو. په دې اړه ماریا مونتسوری وايي، چې ماشوم ته په وړکتون کې واړه واړه میزونه، چوکۍ، د لاس مینځولو تشت او داسی نور څېزونه په اختیار کې ورکړئ، چې تر څو وکولی شي په خپله لاسونه ومینځي، خپل هر څه په خپل ځای کیږدي او دا هر څه ماشوم دي ته هڅوي چې یو حقیقي کار، په یو رښتني موخې سره، چې لاس رسی ورته اسانه دی تر سره کړي.  ددي موخه داده، چې ماشوم ته باید په کور کې د کور کارونه وسپارل شي، چې په شوق او علاقي او په ښه ډول خپل کورنۍ کار ترسره کړي.

زموږ ټول کار فقط یو څو محدودو کسانو پورې وي، چې ټول کار هغوی کوی. موږ همیشه نظر ورکړی او خپلې نظري ته مو پخپله د عمل جامه نه ده اغوستي. دلته تمرکز په یو څو محدودو چپټرونو کیږي او زده کوونکي هم د دي چپټرونو هخوا هیڅ څه نه لولي او نه یې عملي کوي. موږ چې کله د ژبو او ادبیاتو پوهنځی لوست؛ نو موږ هغه چپټرونه لوستل او حفظول چې په ۱۳۳۵ هـ ش کال کې لیکل شوي ول.

روسو وايي: هیڅکله دا کوشش مه کوی، چې ماشوم ته تیاره مړۍ په خوله کې ورکړئ، بلکې هغه ته لارښونه وکړئ. باید په یوه محدوده کې هغه پریښودل شي، چې خپل د خوښي مضامین پيدا او هغه یاد کړي  یعنی ماشوم پریږدئ چې هر څه پخپله پيدا کړي. استاد باید یو لارښود و اوسي او بس. هغه باید د تعلیم پر لور شاګرد ته لارښوونه وکړي. مثلاً روسو د برونوو بتلهایم د کیسو په اړه وايي، چې کیسي یو درس او یو پيغام لري؛ خو پر ماشوم هیڅ شی نه تحمیلوي او ماشوم ته دا زمینه برابروي ، چې شته پيغام په اسانۍ سره پيدا کړي؛ خو برونو بتلهام مور او پلار ته دا توصیه کوي، چې کیسې خپلو ماشومانو ته مه تشریح کوئ او له هغوی نه غواړي چې ماشوم ته دا چانس ورکړئ چې کوم سوالونه یې په ذهن کې ګرځي هغه پخپله کشف او پيدا کړي.

ماشوم ته چانس ورکړئ چې هر څه پخپله تر سره کړي فقط تاسو ورسره د یو لارښود په توګه کار وکړئ. که ددي لارې دا کار نه کیده بیا کوشش وکړئ، چې له نورو لارو څخه کار واخلی؛ خو تاسو هیڅکله دا کوشش مه کوی چې ټول کار د ماشوم تاسو ورته وکړئ. پریږدئ چې ماشوم خپل ذهن په کار واچوي او هر څه پخپله عملي، تجربه او کشف کړي.