د زمرى ٢٨ مه زموږ د وياړونو ورځ   

د اسد دمياشتې ٢٨ مه نيټه هغه نيکمرغه ورځ ده، چې د غازي امان الله خان او د هغوي د نورو زړه ورو ملگرو د نومونو سره تړل شوې ده. او زمونږ اتل ملت به تل  د د غه اتل او نورو ملي اتلانو احترام ساتي؛ خو د غازي امان الله خان نوم يواځې د افغانستان له خپلواکۍ سره نه دى تړلى، بلکې دى په هيواد کې د يوه متمدن او پرمختللي حرکت تخم هم وکاره او له همدې امله دغه امير زمونږ د هيواد په معاصر تاريخ کې ځانگړې ځاى او حيثيت لري.

د هر هېواد په تاريخ کې داسې لويې او نه هېرېدونکي ورځې شته، چې د هغوى په وياړونو کې شمېرل کېږي. زموږ د هېواد په معاصر تاريخ کې د داسې تاريخي او له وياړه ډکو ورځو په جمله کې يوه هم د ١٢٩٧ هجري کال د زمري د مياشتې ٢٨مه، د افغانستان د خپلواکۍ د گټلو تاريخي او حماسه جوړونکې ورځ ده. په ١٩١٩ ميلادي کال کې زموږ اتلو، زړه ورو، وهېوادپالو او با احساسه پلرونو او نيکونو، د غازي امان الله خان تر مدبرانه مشرۍ لاندې د استقلال، آزادۍ او ملي حاکميت چيغه اوچته کړه، او په يوه نابرابره او بې انډوله جنگ کې ېي، پرته له کوم توپ او الوتکې،  په ختيځ کې د لومړي ځل لپاره نه يوازې د نړۍ تر ټولو لويه امپراتوري و لړزوله او خپله پوره خپلواکي يې ترلاسه کړه، بلکې د نورو بنديوانو ملتونو پر مخ يې هم د آزادۍ دروازه پرانيسته، انګرېزانو ٣٠٠ کاله په هند حکومت و کړ او داسې يوه امپراتوري يې در لوده، چې لمر نه پکې ډوبيدۀ. انګرېزانو درې ځل په افغانستان بريد و کړ؛ خو په هر ځل بريد کې په دې بريالي نه شول، چې په افغانستان کې خپله واکمني و چلوي او افغانستان هم لکه د هند او يا نورو هېوادونو په شان په خپله مستعمره واړوي، افغانانو په هر ځل يرغل کې انګريزانو ته داسې درس ور کړى دى، چې که هغوى په انسانيت پوهېدلى؛ خو بيا به يې هېڅکله هم په افغانستان بريد نه واى کړى. د افغان انګليس په جګړو کې يوازې نارينه ؤ برخه نه ده اخيستې بلکې؛ زموږ خويندو او ميندو هم په دې جګړه کې خپل سرونه په لاسونو کې نيولي وو او له خپلو مجاهدينو وروڼو سره يې اوږه په اوږه د هېواد د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې ده، چې ښه بېلګه يې ملالۍ ميوندۍ ده، چې ماته خوړلي غازيان يې بيا سره را ټول کړل او دښمن ته يې داسې ماته ور کړه، چې تر اوسه يې هم په ياد ده. هغې په ميوند کې د يوې ټپې په زور افغان غازيان داسې په جوش را وستل، چې په دښمن يې غورځنګونه و کړل او د غازيانو په مخ کې روانه شوه او د ا ټپه يې وويله:

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

د ملالۍ دا ټپه نه وه، غازيانو ته يوه قوه وه، چې په دښمن يې يرغل و کړ او د ميوند ميدان يې د دښمن په مړو ډک کړ.

بله افغانه مېرمن هم (غازي ادې) ده، چې د غازي محمدجان خان وردګ په پوځ کې يې د انګرېزانو پر وړاندې وسله وال جهاد کړى او له هغې سره ٣٠٠ پېغلې وې، چې په خپله يې په جګړو کې برخه اخيسته، د مجاهدينو د ټپيانو درملنه به يې کوله او مجاهدينو ته به يې خواړه تيارول.

د زمري ٢٨ نېټه د افغانانو د حماسو او اتلوليو نېټه ده. انګرېزانو، چې کله په افغان انګليس دويمه جګړه کې سخته ماتې و خوړله او له شپاړس زره کسيز پوځ څخه يې يوازې يو ډاکټر برايډن په نيم ژواندي حالت جلال آباد ته ورسېد؛ له افغانانو څخه د غچ اخيستلو لپاره يې بيا پر افغانستان بريد و کړ؛ خو دا ځل هم افغانان تسليم نه شول او د انګريزي استعار پر وړاندې يې په مبارزه لاس پورې کړ.

د خپلواکۍ دغه جگړه د افغانستان په تاريخ کي د يوه ارزښتمن اوښتون او د ولسي پاڅون په نتيجه کې يو ستر بدلون منل شوى دى. د اسد د مياشتې ٢٨ مه نيټه، چې د اگست د مياشتې له ١٩مې نېټې سره سمون خوري، د افغانستان د پوره خپلواکۍ د گټلو تاريخي ورځ، او د افغان خپلواک او آزادي غوښتونکي ملت او هېواد په برخليک کې يوه ډېره مهمه ورځ ده. هغه ورځ، چې زمونږ تاريخ او اوسني نسلونه پرې وياړي. په دغې ډيرې وياړلې او نيکمرغې ورځ کې ځوان غازي امان الله خان خپل ملت ته د ملي وحدت او ملي حاکمېت په لور لارښوونه و کړه.

د نړۍ ويښ او ژوندي ملتونه د وياړونو نمانځنه يواځې د خپلې خوشالۍ، سرلوړۍ او غرور په نيت نه کوي، بلکې د وياړونو د لمانځنې له لارې غواړي هغه په ښه توگه وپيژني او د نورو وياړونو د ترلاسه کولو لارې – چارې ترې ومومي.  همدغه  وياړونه دي، چې په هيواد کې د مېشتو قومونو گډ موجوديت څرگندوي.

د خپلواکۍ د ساتلو او ټينگښت په خاطر نوي په پښو درېدلي اماني دولت د دېکتاتورۍ پر کڼډوالو د ديموکراسۍ بنسټ کېښود او تر خپلې وسې ېي د ټولنيز يا اجتماعي عدالت د تأمين په لور گامونه اوچت کړل. خپلواکي، ديموکراسي او عصري کول هغه درې آرونه وو، چې د اماني دولت بنسټ يې جوړاوه.

امان الله خان د ١٩١٩  کال د فبروري په ٢٧مه، د پلار له وژل کېدو نه وروسته د سلطنت په تخت کښيناست او ورسره سم يې د افغانستان د بشپړې سياسي آزادۍ غوښتنه وکړه، چې انگريزانو ونه منله او د افغان-انگريز د درېيمې جگړې سبب شوه. د آزادۍ تر لاسته راوړو وروسته يې د پرمختللو هيوادو په قطار کې د افغانستان د ودرېدو هيله درلوده، او په يو لړ سياسي، اجتماعي، نظامي او نورو اصلاحاتو يې لاس پورې کړ. انگريزانو، چې په  دريو جگړو کې ماتې خوړلې او شرميدلي و، يو آزاد دولت يې نشو زغملاى؛ نو يوه شيبه يې هم د امان الله خان پر وړاندې د دسيسو، پروپاگندو او سبوتاژ نه لاس وانه خيست. او له بده مرغه د دغه هيوادپال پاچا اصلاحي پروگرامونه لا ثمر ته نه و رسيدلي، چې ددغه انگريزي استعمار لاسونه د يو شمېر جاسوسو مشرانو او روحانيونو له لستوڼو را و وتل، او هيواد يې ديوې تورې ديکتاتورۍ کندې ته ورگزار کړ.

دحکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز