نوومبر 21, 2019 104 کتني
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، چې د طالب زندانیانو او امریکایي استادانو تبادله د افغان حکومت یو زړور اقدام دی او له ولسمشر غني ستاینه کوي.
دی وایي، د زندانیانو تبادله به د سولې په بین الافغاني خبرو کې یو مثبت ګام وي او له وسله والو طالبانو هیله لري، چې دغې اقدام ته درناوی وکړي.
نوموړی زیاتوي، هیله لري چې دغه مسئله د سولې د خبرو په بیا پیل او باور جوړونه کې ګټوره تمامه شي.
د ناټو عمومي منشي ټینګار کړی، چې دوی به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز او ملاتړ ته ادامه ورکوي او دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلې هڅې کوي.