د زهرکدې صحنې

(د سعید “زهرکده” او زما تاثر)

لیکوال: م. شریف شاهین

 

سعیده! څه غزل دی؟ کیف يې حس که

سعیده! څه وینا ده؟ ستا ده! اورې!؟

 

د ادب او هنر پوهان په دې باور دي، چې ادب او هنر له وضعه شویو تخنیکو او چوکاټونو لوی او وسیع دی. دوې وايي، لکه ژوند چې له ادب څه پراخه او لوی دی، داسې ادب او هنر له چوکاټونو وراخوا دی.

که موږ د ښکلا د یوې شیبې د انځورولو لپاره کالب جوړ وو، بې له شکه چې مصنوعي به شي؛ او مصنوعي ښکلا کشش او راښکون نه لري. نو داده، چې هنرمند باید خپل فکر او خیال تر ډیره ازاد او د قید و شرط له ځنيځره لرې وساتي، تر څو په زړه پورې صحنې انځور کړي.

زه همدا خبره په یو بل تعبیر راخلم:

زه وایم، لکه څنګه چې یو پنځونکی د یو ښې پنځونې او دروني سکون لپاره اړ دی، چې له وضع شو چوکاټونو وراخوا، د ښکلا تصویر په نوي فریم کې بند کړي؛ داسې یو لوستونکی او ننداره کوونکی هم د پوره لذت اخیستو لپاره ځینې وخت اړ کیږي، چې له سترګو د تول او ترازو عینکې ښکته  کړي؛ یواځې دې وګوري، ولولي او د خپلې خوښې صحنې دې ننداره کړي.

زه هم زهرکدې ته یواځې په دې موخه ولاړم، تر څو د خپلې خوښې شیبې ننداره کړم او ستړې اروا مې راحت او پرسکون کړم.

سترګې دې واړوه خوارن یو جي

قتلونه مه کوه! ګنا ده جي

زهرکده کې په هر لور ښکلې تصویرونه ایښي وه، د الفاظو موسیقي غږیده او خیال مسته نڅا کوله.

ولې ماته چې یو څه ډير عجیب او په زړه پورې وه، هغه په ((زهر کده)) کې د متضادو حالاتو او خیالاتو تابلوګانې وي.

هغه داسې که: په زهر کده کې موسیقي ښه په شرنګ غږیده، نو کړیکې او اهونه هم له دریڅو له باندې راوتل.

بد دې کول چې ور په زړه دې کړمه

درده! اوبه اوبه اوبه دې کړمه

+++

یا دا چې:

ویښیږه مه، د رباب ترنګ نه دی

زه مې په زړه ګوتې وهم درده!

 

که په زهر کده کې هیلې او اسرې ویشل کیدې، نو ناهیلې او ناامیدي هم پکې په لپو لپو پیدا کیده.

هیله:

کابل به وران شي؟ نه دا دروغ ده

کابل به جوړ شي، کابل به ځوان شي

+++

ناهیلې:

موږ ورکړي څه وو؟ او دا څه راګرځوي

وینې مې د ژوند له نومه زړه راګرځوي

 

که په زهر کده کې د مینې او وصال ښکلې تابلوګانې وې، نو د فراق صحنې هم سترګې اوښلنې کوي.

مینه او وصال:

سترګې دې هم ښکته کړې، زړه دې رانه هم ویسته

دعا دې وکړه، د قیامت برپا دې، هم وکړه!

څه د تقدیر ټوکه په یو انکار په یو ست کې

په ځان دې هم وکړه، قربان په ما دې هم وکړه

په ما راپریوتلې، دا شوخې دې کمه وه، چې؟

زړه ته راننوتې، دا ګناه دې هم وکړه

+++

جدايي:

زما په ذات کې چې کوم اور بل دی، نو ستا اور دی!

زما په مخ کې که ارمان سوځي، نو ستا ارمان

 

ته به بل کور ته یوسې، ستا له خودۍ مړ ارمان

او زه به ګور ته وړمه های لیونۍ دا ارمان!

ستا خو پوره شو، پرې مجلس کې د خندا ارمان

سعید به چیرته وړي؟ د ښې ډیرې ژړا ارمان

 

او که په زهر کده کې سعید ملنګ دی، نو د یاغي اس په نیلۍ هم سپور دی.

داسې ملنګ یمه، چې هیڅ درته احتیاج نه یمه

داسې یاغي یمه، چې پاس د محبت هم ساتم

+++

یا دا چې:

ته چاړه راوخله او زما د قتل نیت وکړه

دا زما رضا ده چې سر سم ږدمه او که وران ږدمه

 

زه د سعید په شاعرۍ کې د دا ډول متضادو احساساتو او خیالاتو اظهار، د یو ښه شاعر له ځانګړتیاو څخه بولم. زهر کده کې همدا متضاد تصویرونه دي، چې د هر چا دمه ځای دی.

زهر کده د ستړو ارواو اراموونکې ده! زهر کده د وصال یو منظر دی! زهر کده د فراق یو صحنه ده. زهر کده د سوز یوه ناره ده. زهر کده د حالاتو روڼ انځور دی، او زهر کده پر کیفه موسیقي ده.

سعید ذوقونه مطالعه کوي، او زهر کده ذوق خړوبوي.

د میوندې ټپې له شرنګه يې راشنه دې توري

یوه خبره کې يې زر دانې ویده دي توري

+++

د عقل د عروج د زمانې ملنګه واه!

عحبه په لفظو کوې کانې ملنګه واه!

خو؛

د ښاغلي سعید په شاعرۍ کې چې ماته یو څه لږ د تامل وړ دي، هغه د پښتون په یو څه سختو الفاظو یادول دي.

پښتانه خره دي، یو بل به وژني

که حنفیان شي، که وهابیان شي

+++

یا دا چې:

څوک به سمې لار ته پښتانه راګرځوي

اوس خو انسانیت ته خلک خره راګرځوي

زه بارو لرم، چې سعید یو بااحساسه او د پښتون قوم په درد درمند لیکوال دی او ددې ستر قوم له بدبختۍ ځوریږي. خو که دلته د شاعر موخه نصیحت او یا هم پیغور وي، نو ممکنه وه، چې له دې يې ښه او مناسب الفاظ پیدا کړي وه.

د خر کلمه وړاندې هم ځینو شاعرانو کارولي ده؛ ولی په دې ډول نه! غني بابا وايي:

خر ترې لوی په جهان نه وي

چې په ږیره اعتبار کړه

زړه که زهر خوله خوږه که

خره! راشه ځان هوښیار کړه

 

خو ښاعلي سعید دا کلمه دلته یواځې پښتون د حماقت لپاره تشبیه راوړي؛ چې ممکن په ځینو ښه ونه لګیږي.

له دې برسیره که د سعید دا بیت د ادب د تاریخ په پاڼو کې کلونه وروسته راووځي، تشریح به يې پرته له دې چې پښتون د خر په څیر احمق وبلل شي، بله نه وي؛ او احتمال دې چې د راتلونکې زمانې پښتون ډیر روشنفکره او د پوره انسانیت په  جامه ملبس وي. نو که د انسانیت په جامه کې پټ پښتون او له اوسني حالته ناخبره پښتون دا بیت واوري، نو بې له شکه چې ددې بیت پر وړاندې به یا هم په خپلو نیکو لعنت ووايي او یا به هم د شاعر له قضاوت څخه خوابدی شي.

په ټوله کې زه ګران نورلي خان سعید د دردونو او اهونو منعکس کوونکی، د بل په درد درمند، د نورو په غم ورګډ، د نازک طبیعت خاوند او د مینې په جام سراب شاعر او لیکوال بولم.

د هغه شاعري د روح تسکین او ارواو دمه ځای بولم. د هعه شعر د احساس ژبه ده، او احساسات پاروي. د ښاغلي سعید د شعر ژبه پوره موسیقي لري، چې لوستونکی يې په څرګند ډول احساسولای شي. لوړ شعري منطق يې شعر د سړي زړه او زهن دواړو ته  کیباسي.

د نوموړي نظمونه هم پوره پوره لذت بخشه دي او د موضوع له پلوه ډیر غښتلي دي.

یواځې د (پښتنه) تر سرلیک لاندې یو نظم يې د یو فلم او یو ناول موضوع رانغاړي.

سعید ته اوږد عمر او لوړه حوصله غواړم! په ملګرتیا او شاعرۍ يې ویاړم.