د «زهرکدې» مخکتنه وشوه

«زهرکده» د تکړه ژورنالیست، شاعر او لیکوال نور ولې سعید شنیواري هغه شعري ټولګه ده چې ده په کې په خپل او د ټولنې پر درد اوښکې توي کړي دي.

د زهرکدې پر مخکتنه دا محفل جلا کوټ ادبي خوځښت د جلال اباد ښار په ښاروالۍ میلمستون کې برابر کړی وو چې له لر او بره يې لیکولان او شاعران میلمانه وه.

شاعران او لیکوال وايي، سعید په «زهرکده» کې په ډیره هنري او منظومه ژبه د ټولنې روان حالات بیان او«زهرکده» يې لکه په شهدو کې زهر ټولنې ته وړاندې کړي.

د ننګرهارعالي دارالمعلمین استاد ضیاء الرحمن حسرت وايي، نورولي سعید تر ډیره ورځني محاورې په ډير ښه شکل د خپلو شعرونو لپاره قافیې او ردیفونه ټاکلي او دې چارې د ده شاعري له نورو جلا کړې ده.

حسرت وايي؛ شنواري، شاعري سپینه شاعري کړې او انسانیت ته په ډیره څه قایل دی، کله چې په انسان کې انسانیت نه ګوري نو دی ورته د ځناور خطاب کوي.

ده وویل: «د ده د شاعرۍ ردیفونه نوی او لنډ دي، ډیره سپېنه شاعري هم په کې کړې ده په دې معنا چې انسانیت ته په احترام قایل دی او کله چې په چا کې انسانیت نه دی لیدلی بیا يي ورته د ځناور خطاب کړی، تر ډيره يي شاعري له درده او غمه ډکه ده رومانټیکه شاعري نه ده

استاد دا هم وویل د سعید شاعري د لوستنې لپاره ځانګړي طرز ته اړتیا لري او په خبره يې که دلوستنې پر وخت ورته پاملرنه ونه شي نو د شاعري خوند له لاسه ورکوي.

شاعر او لیکوال سعدالله جان فطرت بیا وايي، سعید نه د تقدیر له جنګه تښتي او نه د درد له شدته او وايي، لاس که په سنګدان ږدي نو سره وران او ګوتې خوله کې د اسمان.

فطرت وايي، نورولي یوازي غم د وران او شبه هجران کیسې نه لیکي بلکې، په ټولنه قام يې د تیرو شویو تاړاکونو غم هم ژړلی.

دی وايي، سعید شنیواری چې د ولس او قام په کومه ژبه لیکي نو د لوستونکو خولې به پري وسوځې: «د سعید د ټولنې درد او غم حس کړی بیا يې شاعري کړې ده، یوازې د شبه هجران او غم دوران باندې نه دی غږیدلی، سعید درد لري او درد يې د ټولنې دی نو ځکه يي شاعري هم له درده ډکه ده

لیکوال میراحمد یاد بیا له لفظونو سره د سعید د سپېڅلې چلند خبره کوي: «سعید له الفاظو سره دومره سپیڅلی چلند کوي چې سړی په دې قانع کېږي چې دی سپېڅلی دی، له خپل عمر او حالاتو سره سمه او آن لږه لوړه شاعري کړې ده، زهرکده لا چاپ نه وه چې ما لوستې ډيره باکیفیته ده

د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وايي، د نورولي سعید شینواري په شاعرۍ کې د شعر له هغه عمده عنصرونه چې خیال او فکر دی په پوره معنی شتون لري او دی تمه څرګندوي چې سعید به را تلوونکې کې هم ښه شاعر پاتې شي.

ده که له یوه لوري په زهرکده کې د یو شمیر نېمګړتیاوو یادونه هم کوله خو په ټوله کې يې د نورلي شاعري روانه او د ټولنې هینداره یادوله.

استاده وویل: «سعید ځوان دی، را تلوونکی هم لري. د ده په شعر کې چې دوه عنصرونه د شعر لپاره اهم دی خیال او فکر دی هغه په کې شته، زه باوري یم که دی همداسې پاتې شي نو په را تلوونکې به هم ښه شاعر وي

د جلال کوټ ادبي خوځښت غړي وايي، دا چې د سعید شعر او شخصیت دواړه د قدر وړ دي، نو دوی اړینه وګڼله چې د ده د «زهرکدې» مخکتنه وکړي ترڅو له یوې خوا د سعید قدرونه شوي وي او له بلي نورو ته د وړ اشخاصو د قدرونې روحیه ورکړل شي.

د دې ادبي خوځښت مشر ارشاد رغاند: «سعید یو محبوب شاعر دی، شاعري يې له هنر نه ډکه ده. د شاعرۍ لپاره ځانته ژبه او ځانه لاره لري. همدا وجه وه چې جلال کوټ ادبې خوځښت لازمه وګڼله چې ده د کتاب مخکتنه او د شخصیت قدرونه يې وکړي

په «زهرکده» کې د دردونو لیکوال نوري سعید شنیواری وايي، د ملګرو دا را ټولیدل ده ته څرګندوي چې د ده ملګري هم د سعید په درد دردیدلي دي.

سعید شنیواری وايي، دی دردیدلی او لا به هم دردېږي تر څو چې ټولنه له شته بحرانه را وتلي نه وي او د ده په مرۍ کې ساه رغړي.

سعیدوویل: «زه چې د خلکو او ملګرو دا را ټولیدنه ګورم ما ته اوس پته ولګیده چې له مانه ډير دا خلک دردیدلي دي چې ما سره ناست دي. ما د ځان په اړه دومره فکر نه کاوه څومره چې ملګرو کړی. ما په زهرکده کې هم ویل چې زه څنګه یم نه بدلېږم درد لرم او لا به هم دردېږم ترڅو ټولنه له تاړاکه را ووځي

پر زهرکدې له مخکتنې وروسته آزاده مشاعره هم ترسره شوه چې، راغلو شاعرانو په کې د پسرلې په بارانې موسم کې د خپلو شعرونو خواږه پر مینه والو وویشل.

راپور: محمدزمان سهیل