د زکام درملنه سوپ ده!

اړين مواد:

1. شلغم دوې دانې.

2. بهي يوه دانه .

3. د انار پوست يوه ټوټه .

4. چکن کيوبز دوې دانې .

5. شنه پياز څو دانې .

6. تازه ګشنيز لږ څه.

7. اوبه يو لېټر.

د پخېدو ترتيب:

په دېګ کي يو لېټر اوبه واچوئ، يوه دانه بهي ټوټه ټوټه کړئ، اوبو ته يې واچوئ. بيا شلغم ورواچوئ، شنه پياز او ګشنيز ورواچوئ. د انار پوست هم ورواچوئ. چکن کيوبز او مالګه هم ورواچوئ، سر يې وربند کړئ چي شلغم او بهي پاخه سي. بيا تور مرچ ورواچوئ، سوپ تيار دى.

لیکنه : فریده خپلواک