د زیات عمر کولو ۸ رازونه

د بدن روغ او تازه ساتلو لپاره لاندې اته عادتونه وزامویئ:

۱ـ له اندازې زیاته مه خورئ:

که غواړی ۱۰۰ کاله ژوند وکړئ نو خپل قاب کې لږ خواړه ایښودل به ډیر گټور اقدام وي. لیکوال ډان بیوټنر (Dan Buettner) چې د اوږد ژوند لرلو په اړه څیړنه کوي وايي چې اوږد عمر لرونکې جاپانیان کله چې ۸۰٪ ماړه شي خوراک بسوي.

۲ـ تلویزیون بند کړئ:

تلویزیون ته ډیره ناسته د انسان پر روغتیا ډیر ناوړه اثرات لري. د ۲۰۱۰ کال یوې څیړنې ثابته کړې ده، هغه خلک چې د ورځې څلور ساعته یا زیات تلویزیون گوري ۴۶٪ د هرې ناروغی له امله يي د مړ کیدو چانس زیات وي نسبت هغو کسانو ته چې د ورځې دوه ساعته تلویزیون گورې.هر یو ساعت اضافي تلویزیون کتل ۱۱٪ مړ کیدو او ۱۸٪ د زړه ناروغیو خطر زیاتوي.۳ـ لمر څخه ځان وساتئ:

له ډیر زیات لمر څخه ځان ساتل د پوټکې له سرطان څخه مخنیوی کوي همدا راز د پوټکې له گونج او ځوړند والې څخه د مخنیوي په واسطه ستاسو پوټکې ځوان ساتي.

۴ـ ملگرو سره چکر ووهئ:

څیړنو ثابته کړې ده چې د ملگرو او کورني نه شتون په انسان کې د زړه ناروغی خطر زیاتوي. تنهایي د التهاب سبب گرځیدی شي.

په روغو کسانو کې تنهايي له کولیسټرول او سگریټ څخه هم زیات خطرناک دی.

۵ـ شراب څخه ځان وژغورئ:

شراب څښل د نورو ډیرو ضررونو سربیره د انسان وزن له بې حده زیاتولو سره انسان پړسوي او د انسان اړیکې له نورو سره له منځه وړی.

۶ـ میوه او سبزیجات استعمال کړئ:

د میوې او سبزیجاتو استعمال په انسان کې د زړه ناروغیو خطر ۷۶٪ کموي. میوه او سبزیجات انسان د سینې له سرطانه ژغوري.

میوه او سبزیجات د پوټکې گونجې له منځه وړي او پوټکۍ ځوان ساتي.

۷ـ ورزش وکړئ:

د ۲۰۰۸ کال یوې څیړنې پر بنسټ هره ورځ سخت ورزش لکه منډه وهل د انسان څلور کاله عمر زیاتوي ځکه چې ورزش د انسان په زړه، ذهن، اعصاب او میتابولیزم باندې مثبت اثر لري.

آسانه ورزش لکه هره ورځ ۳۰ دقیقې قدم وهل تاسې د زړه له ناروغیو ژغوري.

۸ـ سگریټ مه څښئ:

سگریټ د انسان ژوند لنډولو کې ډیر عمده او مهم رول لري. سگریټ په انسان کې د سږو او خولې د سرطان سبب گرځي.

سگریټ پریښودل له ناروغیو مخنیوی کولو سربیره د ژوندې پاتې کیدو چانس زیاتوي.