د زیمبابوې لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرکټ نړيوال شل اووريز جام سياليو په لړ کې نند زمبابوې لوبډلې دپاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته په يوې منډې سره ماتې ورکړه.
زمبابوې په ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف ورکړ خو پاکستان بيا دغه هدف پوره نه کړ او لوبه يې وبايلله.