د سالم فکر خاوندان کومې ۱۲ کړنې نه ترسره کوي!؟

ژباړه او زیاتونه: عباس عابد

 

که نه غواړئ چې ژر بوډاتوب ته ورسېږئ او خپله ځواني په کم وخت کې له لاسه ورکړئ؛ نو له ځينو بدو لارو ځان وساتئ او ځينې لارښوونې عملي کړئ، چې دې لیکنې کې به ذکر شي:

 

له ذهني لحاظه مظبوط وګړي د خپلو جذباتو اظهار په عامه توګه نه کوي، هغوی د یو خیال بیان زمونږ یا ستاسو په څير نه غواړي؛ بلکې د ماهرینو په څیر په ډیر ښه انداز خپل فکرونه، رویې او احساسات کنټرولوي. دلته به د ۱۲ داسې شیانو په اړه وغږیږو چې د غښتلي او سالم فکر خلک یې نه کوي.

 

۱: هغه خپل وخت په بې ځایو شیانو، فکرونو، کړنو او حرکاتو نه ضایع کوي.

۲: له خپلو غلطیو کله هم نه ویریږي؛ ځکه دا ویره منفي فکرونه پراخوي.

۳: له خپل طاقت نه غلطه ګټه نه اخلي او هر وخت کوښښ کوي، چې په خپل

قوت باندې حاکم او ولاړ واوسي.

۴: خپل هدفونه په نیمه کې نه پریږدي او ټول هغه موخې چې دی یې په په زړه کې د خپلې ښې راتلونکې له پاره لري د پوره کولو جدي هڅې یې کوي.

۵: له تبدیلي او بدلون څخه نه ویریږي؛ که څه هم نوي شیان او تجربې سړی له مشکلاتو سره مخ کوي؛ مګر له ستونزې سره مقابله خلک په نورو کې ځلوي او انسان تر لوړو پایو رسوي.

۶: بې هغو شیانو فکر نه کوي، چې دی یې د ترسره کولو او کنټرول وړتیا او وس نه لري. ځکه په ټولې نړۍ کنټرول لرونکی ذات یو الله دی او انسان کله هم په هر شي واک نشي درلودلی؛ نو د روغ ذهن لرونکی انسان دا ډول هیڅ سوچ نلري.

۷: په ښو کارونو کې د نورو بدو رایو او افواهاتو ته ترجیح نه ورکوي؛ بلکې چې څه هم کوي په خپل پوره اعتماد او باور یې کوي.

۸: هغه په ماضي کې نه پاتې کیږي؛ ځکه پخواني فکرونه نوی تولید نه رامنځته کوي؛ بلکې انسان نور هم شا ته بیايي او ذهني سکون له منځه وړي. د دې پر ځای له حال نه مزې او خوندونه اخلي.

۹: هغه یوه غلطي څو ځله نه کوي؛ په خپلو غلطیو کنټرول ترلاسه کوی او په ښه شکل او پلان سره هرې غلطي ته د حل لارې یوه هڅه کوي.

۱۰: هغه د نورو له کامیابیو نه ویریږي او حسد نه ورسره کوي، بلکې د هر کامیاب تن ملګرتیا خوښوي او څه نا څه ترې زده کوي. ځکه د نورو له کامیابیو سره د ځان مقایسه حقیقي خوشحالي نه شي وربښلی.

۱۱: هغه په خپلې لومړني بایلات سره کله هم ماتې نه مني؛ ځکه ناکامي د هرې کامیابې لارې یو خنډ وي، چې باید انسان ترې تیر شي.

۱۲: له خپلو کارونو نه ستړی کیږي، له هر څه مثبته او ژر تر ژره نتیجه نه غواړي؛ بلکې یو اوږمهاله مکانېزم ورته جوړوي.