د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کیږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې. د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې د چارو د پیل کېدو په مراسیمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې له قوش‌تېپې کانال څخه وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه سويل ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.