د سايکالوجسټ او سايکاټرسټ ترمنځ څه توپير دی؟

ژباړه او زياتونه: خالد مشال

 

زياتره خلک سايکالوجسټ (ارواپوه) او سايکاټرسټ (عقلي عصبي ډاکټر) سره يو بولي. سايکالوجسټ ته به وايي، ته دواء ولې نه توصيه کوې؟ هغه چې ورته وايي دواء ورکول زموږ نه، بلکې د سايکاټرسټ کار دی. ايسته به اريان دريان ګوري او کړي به: ښا؛ دا نو دوه بېلې بېلې څانګې دي؟

 

دلته به ستاسې د پوهاوي لپاره د دوی ترمنځ د جلاوالي او مختلف والي ځينې عمده لاملونه باندې بحث وکړو.

 

۱ ــ سايکاټرسټ (Psychiatrist) هغه دی، چې پينځه ــ شپږ کاله يې طب پوهنځی لوستي وي، بيخي لکه د نورو ډاکټرانو په څېر،  MD / MBBS ډګري لرونکی وي خو له طب پوهنځي نه وروسته يې په عقلي عصبي ناروغيو کې مهارت (تخصص) حاصل کړی وي.

 

او سايکالوجسټ (Psychalogist) بيا له دولسمه (ځينو هېوادونو کې آن د لېسې په دوره کې لا رشته انتخابيږي) وروسته څلور کاله ارواپوهنه لوستې وي او ممکن ډېرو دې پسې دوه کلنه ډپلومه او يا يې يو کال کلينيکي ارواپوهنه کې ډپلومه حاصله کړې وي.

 

۲ ــ بل او اساسي فرق د دوی ترمنځ دا دی، چې د سايکاټرسټ په نزد: دا د انساني رويو او سلوکو مختلف والی، بدلېدل، بې نظمي او غيرعادي والي زمونږ په بدن او دماغو کې د ځينو کيمياوي موادو، هورمونونو او انزايمونو، د کمي او زياتي، پايله ده.

 

خو له بلې خوا سايکالوجسټان وايي چې: د دغو کيمياوي او اړونده نورو اغېزه کوونکيو موادو د کمښت او زياتي تر شا عمده سبب زمونږ فکر دی. دوی وايي: په دغو موادو کې تغير، دوهمي خبره ده، اصل منشا زمونږ سوچ او فکر دی. د دوی په وينا: اول د انسانانو په ماغزو کې څه خيال پيداکيږي او بيا نور بدلونونه څرګنديږي. د بېلګې په ډول: په سړو (يخني) کې په توره شپه يکي يوازې چېرې روان يوو، په کوم موړ يا ورسک اوړو، دې وخت کې کله داسې محسوسوو چې له شا څوک راپسې دي. ګنې په حقيقت کې به هيڅ هم نه وي. دماغو کې له دغه رنګې خيالاتو راتلو سره زمونږ بدن ځينې تغيرات ښيي؛ لکه: خولې کېږو، د زړه ضربان مو چټکيږي، ساه مو ماته ماته کيږي، يو دم تېز تېز قدمونه اخلو. دا هر څه د يو فکر او خيال له امله کيږي، کنه داسې څه به شتون نلري چې مونږ يې دې حال ته رسولي يوو.

 

۳ ــ دريم توپير، د درملنې ډول دی. دا چې سايکاټرسټ (عقلي عصبي درملن) کيمياوي مواد، لکه ځينې هورمونونه، منرالونه او نور لويه وجه بولي نو دوی دارو درمل توصيه کوي، تر څو ځينې مواد تنبيه او ځينې نهې شي او توازن يې برابر شي.

 

مګر دا چې د (سايکالوجسټ) په نظر اصل سبب خيال او فکر دی. نو ارواپوه هڅه کوي چې د ناروغ يا صدمه ليدلي تن خيال او طرز تفکر بدل کړي. وايي په دې سره کس رغيږي.

 

د سايکالوجسټ په نزد، د دواء په ذريعه علاج داسې دی، لکه د ونې د اېستلو پر ځای چې د ونې څانګې او ښاخونه رالنډ کړای شي. ارواپوه باور لري چې دا د ناروغي ونه د روحي درملنې او سلا مشورو په مرسته بيخي له بېخه اېستل کيږي.

 

لکه څرنګه چې موږ پورته يو مثال راووړ، که د دغه يک تنها لاروي وېره او وهم ختم کړل شي، ورته وويل شي چې: تا پسې هيڅ هم تر شا نه دي روان. نو دوی به دواګانو ته بيخي اړتيا بيدا نه کړي.

 

دا وو د ارواپوه او عقلي عصبي درملن ترمنځ ځينې بنيادي توپيرونه. واضحه دې وي چې د دواړو کار په خپل خپل ځای خورا ارزښتمن دی. د دواړو څانګو (ارواپوهنې او عقلي عصبي) متخصصان زياتره يو ځای او هممهاله دنده پر مخ وړي. ډېر ناروغان داسې دي، که دواء ورنکړل شي نو د خبرو جوګه نه وي، لکه د شيزوفرين يا (انشقاق ذهني) ناروغ؛ چې لومړی يې په درملو باندې عادي حالت ته د راوستلو کوښښ کيږي او بيا يې نوره درملنه کې له اروايي درسونو څخه ګټه اخيستل کيږي.

 

دا چې زمونږ په هېواد کې د ذهني او عصبي روغتيا څه چې آن د نورو وړو او عادي صحي ستونزو په اړه چندان عامه پوهاوی نشته او نه ارواپوهان داسې څه خاص امکانات لري. نه لکه د نورو طبي ټولنو غوندې په دولتي سطحه ټولنې او حلقې لري، نو ځکه خو په روغتيايي مرکزونو، روغتونونو او کتنځيو کې د ارواپوه (سايکالوجسټ) برخه کار هم عقلي عصبي ډاکټر (سايکاټرسټ) کوي. زه فکر کوم دا هم د ناروغانو په زيان ده او هم يې د سايکاټرسټ مصروفيت لا پسې ډېر او سخت کړی.

 

سايکالوجسټان هغه وخت حيرت يوسي چې مريضان ورته راشي او وايي: زه له ډېرې مودې راهيسې دوا ګانې کاروم، خو نتيجه نه ورکوي. د دې اصلي لامل دا ده چې د دوی د عصبي بې نظميو او ناروغيو صحيح تشخيص نه کيږي. کوم چې يو ارواپوه د ځينو معاينو، ازموينو او سلا مشورو په مرسته ډېر په اساني سره کولی شي.

 

لنډه دا چې ارواپوه د خبرو په مرهم ستاسې د رغېدو هڅه کوي، هغه هم ټول عمري او عقلي عصبي ډاکټر په دواګانو ستاسې د آرامښت کوشش کوي، البته لنډمهاله!