د ستر خوشال بابا پنځوس غوره ویناوې

ترتیب او راټولونه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ له هغه دینه کفر ډېر غوره ده، چې له یقینه خالي او له شکه ډک وي. دا په مونږ باندې د خدای (ج) احسان دی، چې د پاک رسول الله (ص) دین یې را پیرزو کړی دی.

۲ ـــ د زړه سواندو او رښتینو انسانانو مخونه د سپرلي د ګل غوټیو په څېر تاند او غوړېدلي وي او د درواغجنو او بې رحمه خلکو څېرې د خزان سیلۍ وهلي او مړ ژواندي وي.

۳ ـــ چې هوښیار وي، په دې خبره به پوه شي، چې وږی د وربشو ډوډۍ ښه په مینه خوري او ښه پرې لګي، خو چې موړ وي، نو هغه د سوچه غوړیو حلوا ته هم نه ګوري.

۴ ـــ هغه څوک چې خپل ارزښتناک وخت د علم په زده کړې کې تېر کړي، عالم او فاضل به شي. له یوې خوا به د غوسه ناکو کسانو د ژوندانه له ستونزو سره په آسانۍ مقابله وکړي او له بلې خوا به د خپلې اسلامي ټولنې له پاره د خدمت وړ وګرځي.

۵ ـــ د رښتیا ویلو له امله په کلي او کور کې هېڅ خوا خوږی او همنوا نه لرم.

۶ ـــ څوک له طبیبانو دوا غواړي او څوک له دروېشانو دعا، خو خدایه ! ما هیچا ته مه اړ کوه؛ زه هرڅه له تا غواړم.

۷ ـــ له رنځه ومرئ، خو د احسان دارو مه خورئ.

۸ ـــ هغه کس د ډېرې ستاینې وړ دی، چې خپل بار په چا نه اچوي، بلکې د بل بار وړي.

 

۹ ـــ د یوه عزتمن سړي له پاره په دنیا کې دوه کاره دي، یا به ګټي او یا به سر قربانوي.

۱۰ ـــ په رسمونو او رواجونو پسې مه ځئ، څه چې شرعه وایي هغه وکړئ.

۱۱ ـــ ناځوانه خلک په خپل نسب ویاړي او مېړونه په خپلو کارنامو.

۱۲ ـــ د توبې صابون هېڅ خیری نه پرېږدي، که هر څومره دې جامه خیرنه هم وي.

۱۳ ـــ د الله (ج) له وېرې د مؤمن له سترګو څڅېدلې اوښکې د جهنم اور هم مړ کولای شي.

۱۴ ـــ ژبه په ښو ویلو عادت کړه، په خپلو او پردیو کې به دې دروند کړي، بده ژبه به دې په خپلو او پردیو کې سپک کړي.

۱۵ ـــ زه د هغه انسان په خپلواکه فکر، بې غمه زړه او روڼ تندي ویاړم، چې نه زر لري او نه زمین.

۱۶ ـــ جوټه خوراک مه کوه، ځکه چې جوټه خوراک د سپي دی.

۱۷ ـــ څوک چې صبر نه لري، هغه حکمت نه لري.

۱۸ ـــ د علم بحث له هر چا سره کوه ښه دی.

۱۹ ـــ څوک چې په غرمه پورته کېږي، هغه له هر کاره پاتې وي.

۲۰ ـــ طمعه مه کوه، ځکه چې طمعه مرغۍ هم وکړي، نو په دام کې ګیره شي.

۲۱ ـــ له هر څه نه بده داده، چې ناپوه پایي او هوښیار مري.

۲۲ ـــ ناپوه سړی څاروی دی، که هر څومره یې په لاره کوې؛ نه په لاره کېږي، که یو ساعت ښه هم شي، په بل ساعت بیا ترې نه څاروی جوړېږي.

۲۳ ـــ ای ناصبره ! صبر وکړه او له حقه مه اوړه، بریا به ستا وي، ځکه چې صبر تېره توره ده.

۲۴ ـــ د غافل سړي په سپینه ږیره مه غولېږه، ځکه چې غافل سړی که زوړ هم وي، نو د پیو ماشوم دی.

۲۵ ـــ چې ښی او کین لاس مې پېژندلی، له هغه وخته تر اوسه له یوې مینې خالي نه یم.