د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د راتلونکو درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د راتلونکې جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېته د سریلانکا په همبانټوټا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.