د سریلانکا پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ وټاکه.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېته د سریلانکا په پالیکلي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.