د سعودي اوسیدونکی محصل په امریکا کې په نامعلوم دلیل وژل شوی

حسین سعید النهدي د وسکوسن پوهنتون محصل و او د یکشنبې په ورځ پرې د یوه پیزا پلورنځي مخکې برید وشو.

ویل کیږي د پیزا پلورنځي څنګ ته د بیهوشۍ په حال کې موندل شوی و، چې روغتون ولیږدول شو او د دوشنبې په ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړه.

پولیسو تر اوسه په دې اړه څوک نه دی نیولي او ویلي یې دي چې که یې چاته په اړه معلومات مرسته دې ورسره وکړي.

دا کس د وسکسون پوهنتون د سوداګریزې ادارې په برخه کې د دریم کال محصل وو.

یوې ځايي ورځپاڼې لیکلي، چې بریدګر یو سپین پوټکی کس و، چې لوړه ونه یې درلوده.