د سعودي عربستان او ایران لوړ پوړو ديپلوماتانو وروسته له اوو کلونو رسمي ليدنه وکړه

د رسنيو د راپورونو له مخې، ‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د چین په پلازمېنه پکن کې سره لیدلي.
دا له اوو کلونو وروسته د ایران او سعودي عربستان د لوړ پوړو دیپلوماتانو ترمنځ لومړۍ رسمي لیدنه ده، چې په چین کې ترسره شوه.