د سعودي په پلازمېنې رياض کې د شاهي ماڼۍ سرچينې وايي، چې د حکومت د پرېکړې نه منونکي او په شاهي ماڼۍ کې احتجاج کوونکي يوولس شهزادگان نيول شوي دي.
سعودي رسنۍ وايي، چې نيول شوو شهزادگانو د احتجاج په توگه د اوبو او برېښنا د بيلونو له ورکولو هم نټه کړې او د شاهي فرمان پر ضد احتجاج پيل کړي و.
تر اوسه د نيول شوو کسانو نومونه نه دي روښانه شوي.
سعودي رسنۍ وايي، چې د نيونو لړۍ لا هم روانه ده او حکومت هڅه کوي، چې د فساد او له قانونه سرغړوونکي چارواکي او د شاهي کورنۍ غړي ونيسي.
د سرچينو په باور دغو نيول شوو شهزادگانو د حکومت هغه پرېکړه نه ده منلې، چې دوی ته يې د شاهي ماڼۍ د پرېښودو امر کړی او د حکومت له لوري د دوی د يوه تره زوی د اعدام پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه يې کوله.
رويټرز خبري اژانس د سعودي چارواکو له خولې د يوولسو شهزادگانو د نيولو پخلی کړی، خو لا هم د دغو کسانو پېژندگلوي نه ده شوې او نه هم د نيول کېدو کره دلایل روښانه شوي دي.
سعودي هڅه کوي، چې د تېلو په صادراتو او عوايدو د انحصار پر ځای په هېواد کې نور اقتصادي پلانونه عملي کړي او له همدې امله يې په هېواد کې ماليې زياتولو سربېره په دولتي لگښتونو کې د کموالي پرېکړه کړې ده.
د روان ۲۰۱۸ په پيل کې سعودي حکومت د شاهي فرمان له مخې په هېواد کې د تېلو بيې دوه برابره لوړې کړې او خورارکي توکو سربېره يې د ژوند په لومړنيو اړتياوو هم ماليه پنځه سلنه زیاته کړه.
سعودي پاچا د خپل زوی او وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد يوه کمېټه جوړه کړې، چې مالي او اداري فساد په تور يې تر اوسه د د شاهي کورنۍ د غړو او وزيرانو په گډون ۲۲ لوړپوړي چارواکي نيولي او لا هم ترې پوښتنې گروېږنې روانې دي.