د سعودي په مشری د ایتلاف برید کې تر ۳۰ ډېر بندیان وژل شوي

د یمن امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ماښام، د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ د یمن لوېدیځ الحدیده ولایت کې پر یوه زندان بمبارۍ لسګونه بندیان وژلي دي.

ځینو مرستندویو طبي سرچینو ویلي، برید د حوثي یاغیانو پرضد شوی؛ خو د هېواد لوېدیځ الحدیده ښار امنیتي (زیدیه) ادارې یو زندان په نښه شوی.

سرچینې وايي، په برید کې تر ۳۰ ډېر بندیان وژل شوي؛ خو د حوثیانو اړوندو خبري رسنیو ویلي، د برید د قربانیانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی، خو ایتلاف د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې حوثیان پر الحدیده او پلازمېنه صنعاء ښارونو واکمن دي.

دا برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ولد الشیخ احمد له خوا د سولې وړاندې شوې غوښتنه رد کړه.

هادي وویل، دا غوښتنه یې ځکه رد کړه چې، ګني له پاڅونوالو سره خواخوږي پکې شوې ده، د نوموړي څرګنده اشاره حوثیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو ته وه.

په دې غوښتنه کې حوثیانو ته د حکومت د یوې برخې ورکولو وړاندیز شوی و.