د سعودي پولیسو ۳۵ پاکستانيان په همجنسبازۍ ونیول

د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض سره نژدې د عزیزیه په سیمه کې د دغه هېواد پولیسو ۳۵ تنه پاکستاني همجنس بازان په داسې حال کې ونیول چې د هغوی یو شمېر یې ځانونه د نجونو په څېر جوړ کړي ول.

ویل کیږي چې هغوی هلته په یوه تفریح ځای کې راټول شوي ول او غوښتل یې چې د همجنسبازۍ ګډ پروګرام جوړ کړي.

د سعودي عربستان اخبار۲۴ ورځپاڼې د دغه هېواد د پولیسو له قوله لیکلي چې له پاکستاني همجنسبازانو سره یې د سینګار شیان؛ سرخي او سپېده، ګوتمۍ او نور سینګارتوکي هم نیولي دي.

د سعودي پولیسو یادې ورځپاڼې ته ویلي چې هغوی ته د همجنسبازانو د دغه پروګرام په هکله معلومات ورغلي و او هغوی ورته په څو کې پټ ناست ول چې د پروګرام برخه وال سره راټول شول.

اخبار۲۴ ورځپاڼې د پولیسو له قوله لیکلي چې پاکستاني همجنسبازان پولیسو نیولي او په توقیف کې یې اچولي دي، خو دا به وروسته معلومه شي چې سزا به ورکړي که نه او که هو، څه ډول.

(اخبار۲۴ لېنک چې د څو تنو پاکستاني ځوانانو عکسونه ښیي)

د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼې د شنبې په ورځ /د فبروري ۲۵مه/ کرۍ ورځ د هغه قانون په هکله په خپله فیسبوک پاڼه ژوندی ویډيوي پروګرام وچلاوه چې ویل کیږي د افغانستان حکومت غواړي په افغانستان کې د هلکانو ګډول غیرقانوني وګرځوي. ډیلي قدرت دغه کار د افغانانو لپاره د یوه لوی شرم په توګه یاداوه خو خبر نه ول چې ژر به یې خپله لمن پر سر ور واوړي.